د مشرانو جرګې پلاوي له ننګرهار والي سره شوې ارزونه شریکه کړه

د مشرانو جرګې پلاوي له ننګرهار والي سره شوې ارزونه شریکه کړه

ننګرهار والي سره د مشرانو جرګې د دیني،فرهنګي،پوهنې او لوړو زده کړو کمیسون راغلي پلاوي ترسره شوې ارزونه شریکه کړه .

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، والي شاه محمود میاخېل سره د خپل کار په دفتر کې دې ولایت ته د عبدالطیف نهضت په مشرۍ د مشرانو جرګې د دیني، فرهنګي، پوهنې او لوړو زده کړو کمیسون پنځه کسیز پلاوي په اړوندو برخو کې ترسره شوې ارزونه او ستونزې شریکې کړې.

نوموړي د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې په ولایتي کچه به د دوی د ارزونې له مخې ستونزو په حل کې اقدامات وکړي،خو ټینګار یې وکړ چې په امنیتي، روغتیايي، پوهنې او نورو ملکي ادارو برخو کې د دې ولایت د تشکیل په زیاتوالي کې همکاري وشي.

سرچینه وايي، هغه د مشرانو جرګې له یاد پلاوي څخه مننه وکړه چې ورته یې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله د مشرانو جرګې ځآنګړی نښان هم ډالۍ کړ .



ارزونه مشرانو جرګې پلاوی ننګرهار والي
t