سرتېری – نثار احمد احمدي

سرتېری – نثار احمد احمدي

تر باران لاندي په دې سړه شپه کي. دوې داسي ورځي چي نه دي ډوډۍ ليدلې نه خوړلې وي. يو ملګری دي شهید بل ژوبل درته پروت وي. درې ورځي اوښتي وي چي محاصره يې.

د پوستې پر دفاعي برجونو يومهاله لس پنځلس راکټونه در اوري. عزرائيل د پوستې په دروازه کي درته ولاړ وي. د دين، ولس او وطن په ملاتړ پر ملا تړلی کمربند دي په وينو ککړ وي. چاپېريال دود او لوخړو پر سر اخيستی وي. درې ورځي د نورو سرتېرو د مرستي په تمه د مخابرې توري خولې ته ناست يې. شونډي دي لکه چاودلې مځکه داغ – داغ وي.

مرمۍ دي مخ پر خلاصېدو سي. تا هوډ کړی وي چي له سنګره به تر مرګه نه ولاړېږې. د څلورمي ورځي لمر د اسمان پر ګردمنه غاړه راوخېژي. مرمۍ دي خلاصي سي. دښمن پوستې ته در ننوځي. تر مرګ مخکي دي وښکنځي. ډول – ډول تعنې درکړي. په ژوندوني دي لاسونه در پرې کړي.

د بدن غوښي در پرې – پرې کړي. د وطن د دفاع رښتنی يونيفورم در څځه وباسي. په ټوپکونو دي وواهي. له درد او زخمونو بې هوښه سې.

دښمن دي د دېوال خېټي ته کش کړي. هلته دي وغورځوي. بيا دي په راکټ وولي. بدن دي ټوټه – ټوټه سي. نړۍ پرېږدې. کورنۍ دي تر مرګه ستا د راتګ لاري وڅاري؛ ته ولاړ سې، بيا را نه سې.



د سرتیري کیسه لیکنه
t