دجمعې دلمانځه طریقه

دجمعې دلمانځه طریقه

د جمعې لمونځ ۲ رکعته دی
او فرض عین دی ،
اول ۴ رکعته سنت مؤکد کیږي ،
که په کور کي وسي
او که په مسجد کي ،
خو تر خطبې به مخکي ادا کیږي ،
بیا ۲ رکعته فرض په امام پسي کیږي.

نیت :

نیت کوم د زړه د اخلاصه لمونځ کوم ۲ رکعته فرض د جمعې په دا حاضر وخت د ماپښین اقتدا مي ده په دا حاضر امام پسي خاص خدای تعالی لره مخ مي دی پر لوري د کعبې شریفي الله اکبر.
چی دجمعی دوه رکعت یی وکړه
تر دې وروسته ۴ رکعته سنت او بیا وروسته ۲ رکعته سنت کیږي.

د خطبې په وخت ناروا کارونه :

څه وخت چي امام د خطبې لپاره ولاړ سي د هغه وخت څخه بیا د خطبې تر ختم کیدو خبري کول ، لمونځ کول ، تګ راتګ ، سلام اچول ، د سلام جواب ورکول ، تسبیح ویل ، یو چا ته مسئله ورښول دا ټول حرام دي.
د خطبې اوریدل پر حاضرینو د مسجد واجب دي که ئې اواز و غوږو ته رسیږي که نه رسیږي.

ضروري مسئلې :

۱٫ د اول اذان تر اوریدو وروسته ټول کاروبار باید پرېښودل سي او د لمانځه لپاره تګ واجب دی رانیول خرڅول یا په بل کار اخته کیدل منع دي.

۲٫ د دواړو خطبو په منځ کی د ناستي په وخت کي د امام او مقتدي لپاره د دعا لپاره لاس پورته کول مکروه تحریمي دي مګر بیله لاس پورته کولو څخه په زړه کي دعا غوښتلای سي نه په ژبه سره.

۳٫ که څوک د سنت په ادا کولو اخته وي خطبه شروع سي نو هغه دي پوره کړي.

۴٫ کله چي په خطبه کي د محمد (ص) نوم راسي اوریدونکي په زړه کي د ژبي ښورولو پرته درود شریف ویلای سي.

۵٫ رسول الله (ص) فرمایلي دي هر څوک چي د جمعې په ورځ د خلګو تر اوږو پښې اړوي هغه د ځان لپاره د دوږخ پول جوړوي.

۶٫ د جمعې په ورځ سورة کهف ویل ډیر ثواب لري ، رسول الله (ص) فرمایلي دي څوک چي د جمعې په ورځ سورة کهف ووائي د یوې جمعې څخه تر بلي جمعې پوري چي څومره کوچني ګناهونه د ده څخه سوي وي هغه ټول وربخښل کیږي.
یوه غوښتنه:
-که پورتنۍ لیکنه مو پوره لوستلې وي؛ نو لطفاً په کمنټ کې ولیکئ چې، پوره ولوستل شوه.

د ثواب په نیت یې نورو ملګرو سره شریک کړئ!

سرچینه: د مولوي محمد یاسین فهیم فیسبوک پاڼه



اسلام د جمعې لمونځ زده کړه
t