د بدخشان پوهنتون ستونزې او لاسته راوړنې واورېدل شوې

د بدخشان پوهنتون ستونزې او لاسته راوړنې واورېدل شوې

په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند ډاکټر لعل پاچا ازمون د يو پلاوي په مشرۍ، فيض اباد ته د سفر پرمهال له بدخشان پوهنتون څخه لېدنه وکړه او په هغه غونډه کې يې ګډون وکړ، چې د ياد پوهنتون پر مسولينو او استادانو سربېره پکې ګڼ شمېر محصلينو هم ګډون کړی و.

د علمي او ټولنیزو چارو مشاوریت دفتر وايي، د غونډې په پيل کې د ياد پوهنتون ريس پوهنمل محمد قاسم آريا د خپلو خبرو پرمهال ورغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ له ښاغلي ازمون له دې امله مننه وکړه، چې تل يې د پوهنتونونو د پرمختګ لپاره هڅې کړې او له ولسمشر او اړوند وزارت سره يې د دوی ستونزې شريکې کړې دي.

ښاغلي آريا د ځينو مشخصو ستونزو او کمبوداتو يادونې ترڅنګ د ظرفيت لوړونې او له نورو پوهنتونو سره د خپلو پوهنځيو د مستقيمو او غير مستقيمو اړيکو د پراختيا غوښتنه وکړه.

يو شمېر محصلينو هم د خپلو پوهنځيو ستونزې شريکې کړې، چې عمده برخه يې د عملي کار او ټکنالوژۍ د اسانتياوو غوښتنه وه.

سرچینه وايي، پوهاند ډاکټر ازمون غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې بدخشان د هېواد مهمه سيمه ده، ولسمشر ځانګړې توجه ورته کوي او د پوهنتون ستونزې او لاسته راوړنې به له ولسمشر او اړوند وزارت سره شريکې کړي.

له عمومي غونډې وروسته د پوهنتون په رياست کې د ورغلي پلاوي او پوهنتون د مسولينو او استادانو ترمنځ ځانګړې ناسته هم وشوه. دواړو لوريو له يو بل سره خپلې کاري او علمي تجربې تبادله کړې.

سرچینه زیاتوي؛ له دې وړاندې هم د هېواد يو شمېر پوهنتونونه ته ورته سفرونه شوي، چې عمده موخه يې د سيمو او اکاډميکو مرکزونو ترمنځ د تجربو تبادله، د پوهنتونونو د ستونزو او لاسته راوړنو اورېدل او حل لارو موندل دي.



افغانستان بدخشان سفر پوهنتون
t