د خوست ولایتي اداره؛ د عامې روغتیا په برخه کې پرمختګونو ته ژمن یوو

د خوست ولایتي اداره؛ د عامې روغتیا په برخه کې پرمختګونو ته ژمن یوو

د خوست ولایت مقام دفتر رئیس مطیع الله احمدزي د یو شمېر ډاکټرانو سره د دوی د ستونزو او د راتلونکو پرمختګونو په اړه ناسته کې وویل چې د ولایت مقام رهبري د عامې روغتیا په برخه کې پرمختګونو ته ژمنه ده او د ډاکټرانو ستونزو ته به پاملرنه کیږي.

د یاد ولایت د رسنیو دفتر د ښاغلي احمدزي له قوله ویلي چې د عامې روغتیا لپاره عملیاتي پلان تر تطبیق لاندې دی چې له امله یې په عامې روغتیا سکتور کې اصلاحات رامنځ ته شوي او دا اصلاحات دوام لري.

هغه زیاته کړه د عامې روغتیا سکتور پیاوړي کول د خلکو غوښتنه ده تر څو د ولسونو لپاره وړ خدمات وړاندې کړي او ددې کار لپاره به په ګډه کار کوي.

نوموړي د ډاکټرانو ستونزې او د روغتیا په اړه نظرونه واوریدل تر څو یې د ولایت والي سره شریک او په اړه یې تصمیم ونیول شي.



خوست ډاکټران ژمنې
t