کونړ: د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي سیالۍ وشوې

کونړ: د زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي سیالۍ وشوې

په کونړ ولایت کې ددیني مرکزونو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي ص سیالۍ ترسره شوې.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، د ولایت مقام لارښوونې سره سم د ارشاد حج او اوقافو ریاست له لوري نن پنجشنبه د اسلام د ستر پېغمبر حضرت محمد ص د زوکړې مبارکې ورځې په ویاړ ددیني مدرسو زده کوونکو ترمنځ د سیرت النبي ص سیالۍ ترسره او په ممتازو زده کوونکو او ګډونوالو دیني عالمانو ډالۍ او ستاینلیکونه وویشل شول.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال او لسګونو دیني عالمانو چې په دغه مراسیمو کې ګډون کړی و یادې سیالۍ د خوږ نبي ص سیرت لوستلو ته د ځوانانو هڅونې په برخه کې ګټورې وبللې او له مسوولینو یې مننه وکړه چې دغسې منور پروګرام یې برابر کړی دی.



سیالۍ سیرت النبي کونړ
t