د کبډي دوه لوبغاړي ایران سره د لوبې لپاره ولیږل شو

د کبډي دوه لوبغاړي ایران سره د لوبې لپاره ولیږل شو

د کبډي دوه لوبغاړي د ایران او د پاورلفټینګ (۱۱) لوبغاړي مرکز کابل ته د لوبو لپاره ولیږل شول.

پرون پنجشنبه د خوست ولایت د ورزشي ادارې اړوند د کبډي رشتې دوه لوبغاړي دافغانستان په ملي لوبډله کې د ګډون په موخه ،چې ایران ته سفر لري ، دمرکز کابل په لور رخصت شول.

د خوست لایت د مطبوعاتو مرکز وايي، یاد لوبغاړي به څو ورځې په مرکز کابل کې د ملي ټیم له نورو لوبغاړو سره شریک تمرینات وکړي او له هغه ځایه به د هېواد په استازیتوب د ایران هېواد په لوري حرکت وکړي.

همدارنګ د خوست ولایت دپارولفټینګ رشتې (۱۰) لوبغاړي او یو هیئت د ولایتونو په کچه د سیالیو په موخه  دمرکز کابل په لور رخصت شول .

سرچینه وايي، ددې لوبغاړو درخصت کولو په موخه په جوړ شوي پروګرم کې د خوست ورزشي امر عزیزالرحمن ملنګ دوی ته د سفر او سیالیو په اړه خبرې وکړې.

 

 



لوبغاړي لوبې ورزش
t