۴۷ انجونې د قابلګۍ او نرسنګ په برخه کې فارغې شوې

۴۷ انجونې د قابلګۍ او نرسنګ په برخه کې فارغې شوې

کونړ کې د ټولنې قابلو او روغتیایي ښوونیز مرکز څخه ۴۷ تنه ښځینه فارغې او د ټولنې خدمت ته وړاندې شوې.

د کونړ ولایت د رسنیو مرکز وايي، د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د نړیوال بانک په مالي مټ د مور او ماشوم د مړینې کچې راکمولو او لیرې پرتوسیمو کې پر وخت او ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار د کونړ د ټولنې قابلو او روغتیایي نرسنګ ښوونیز مرکز څخه ۴۷ د نرسنګ او قابلګۍ په برخه کې له دوه کلنو زده کړو وروسته فارغې او د ټولنې خدمت ته وړاندې شوې

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وايي، د دې ولایت په روغتیا یي مرکزونو او لیرې پرستو سیمو کې د ښځینه روغتیایي کارکوونکو کمبود ستونزه په حل کېدو ده.

نوموړي وویل د خوښۍ ځای دی چې په روغتیا او نورو ټولنیزو برخو کې د میرمنو ونډه ورځ تربلې په زیاتېدو ده او دا د هېواد د پرمختګ لپاره ستر زیری دی.

هغه یاد پروګرام ګټور وباله او د عامې روغتیا وزارت او مرستندویه ادارې یې د پراختیا غوښتنه وکړه.

 



انجونې فراغت قابلګي نرسنګ
t