فدايي: ولسوالان دې د ځنګل وهنې او قاچاق مخنیوی وکړي

فدايي: ولسوالان دې د ځنګل وهنې او قاچاق مخنیوی وکړي

ټول ولسولان دې د عوایدو په مدیریت، د ځنګلونو د وهنې په مخنیوي او د غاصبینو په تثبیت کې جدي هڅې وکړي.

د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي دا څرګندونې د ولسوالانو سره په میاشتنۍ ناسته کې تر سره کړې.

د یاد ولایت مقام د مطبوعاتو دفتر د والي له قوله ویلي د هر ‌‌‌‌‌‌‌ډول ونې وهل مطلق بند دي، ټول ولسوالان مکلف دي چې پخپله محدوده کې د ځنګل وهنې او قاچاق مخنیوی وکړي او نیول شوي لرګي د زراعت ریاست ته انتقال کړي.

ښاغلي فدایي د ځمکو د غصب په اړه ټولو ولسوالانو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د هر ‌‌‌‌‌‌ډول بکروبایر ځمکې ، مالچر او غرونه چې ولسونه یې ملکیت سند ونه لري دولتي دي او په هغې کې هر ‌‌‌‌‌‌ډول تصرف او کار کول غصب دی.

سرچینه وايي، والي لارښونه وکړه چې ټول ولسوالان دې پخپلو ولسوالیو کې د غصب شویو ځمکو اندازه معلومه او د غاصبینو لیست د ترتیب وروسته د ولایت مقام ته وسپاري تر څو ورسره قانوني چلند وشي.

نوموړي جدي سپارښتنه وکړه چې ټول ولسوالان د پخپلو ولسوالیو کې ښارګوټي او دوکانونه تثبیت، ګزارش ترتیب او د عوایدو راټولولو په برخه کې هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول سستي د منلو وړ نه ده.

هغه وویل؛ ټول مکلف دي چې په منظمه توګه خپل مالیات راټول کړي، څو د ولسمشر هدایت په وخت تطبیق او د عوایدو د ضایع کیدو مخه ونیول شي.

 

 



افغانستان خبرونه فدايي ځنګل وهنه
t