اشنا لوبډلې د ګرشک ولسوالۍ د فوټبال ګروپي ټورنمنټ اتلولي وګټله

اشنا لوبډلې د ګرشک ولسوالۍ د فوټبال ګروپي ټورنمنټ اتلولي وګټله

د هلمند فوټبال فدراسیون په ګرشک ولسوالۍ کې د «پرمختګ» په نامه د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي ټورنمنټ پيل کړی و، چې د اشنا لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د دغه ټورنمنټ پایلوبې ته د ځوانانو او اشنا لوبډلو لاره موندلې وه، چې په قانوني وخت کې ۱ – ۱ لوبه مساوي پای ته ورسېده؛ خو د پینالټیو په ضرباتو ۳ – ۲ په توپير اشنا لوبډلې له ځوانانو لوبډلې لوبه وګټله.

د یاد شوي ټورنمنټ غوره لوبغاړی د ځوانانو لوبډلې لوبغاړی محمدولي بارکزی او غوره ګول ساتونکی هم د همدغې لوبډلې محمدمسعود فرهاي وپېژندل شول.

بلخوا غوره د ګول وهونکي مقام د هلمند لوبډلې لوبغاړي زلمي احمدي د ۶ ګولونو په وهلو سره ترلاسه کړ.

د هلمند فوټبال فدراسیون په دغه ولایت کې د فوټبال د ودې لپاره دا ډول سیالۍ ارزښتناکې ګڼي او وايي، چې په راتلونکي کې به هم ورته سیالۍ پيلوي.



فوټبال لوبې ګرشک
t