د زابل په اټغر ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه شوي

د زابل په اټغر ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ډله ییز بریدونه شوي

تېره شپه د زابل په اټغر ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو ولسوال برید شوی دی .

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وایي، د دې ولسوالۍ پر کمر بندي پوستو تېره شپه وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي چې په پایله کي یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هغه وایي د پولیسو په ځوابي برید کې درې تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي او دوه تنه پټیان دي.

د سیال په خبره، جګړې یو ساعت دوام کړی او سله وال طالبان په شاه تمبول شوي دي.

خو یوه بله امنیتي سرچینه وايي، دغه جګړه کې د اټغر امنیه قوماندان او یو بل سرتېری وژل شوي.

خو د والي ویاند بیا د اټغر د امنیه قوماندان د وژل کېدو خبره ردوي. وسله والو طالبانو تر اوسه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.

 




t