پکتیا کې ملي اردو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پکتیا کې ملي اردو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پکتیا په جاني خیلو ولسوالۍ کې ملي اردو او وسله والو مرګ ژوبله اوښتې .

جاني خیلو ولسوالۍ کې د ملي اردو د شپږم کنډک قوماندان نظر احمد احمدي، وایي چې تیره شپه وسله والو د ملي اردو د تړې سر پر پوسته برید وکړ چې نښتې څو ساعته دوام درلود. احمدي زیاتوي چې دغه نښته کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی یو ټپي دي او په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال هم وژل شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې وسله والو د تړې سر پوسته سقوط کړې او اووه سرتیري یې وژلي دي.

 




t