کاپيسا کې د سرګلولې چاودنه کې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپيسا کې د سرګلولې چاودنه کې درې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپیسا نجراب کې د هاوان مرمۍ یوې سرګلولې چاودنه کړې، چې پر مهال یې دریو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش وايي، دغه چاودنه نن سهار شوي او پر مهال یې یو ملکي کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

شورش وايي، سرګلوله د طالب وسله والو تر ولکه لاندې سيمه کې موندل شوې، خو خپله طالبانو څه نه دي ویلي.




t