ننګرهار کې څلور کسان له ۵۰ میله وسلو سره نيول شوي

ننګرهار کې څلور کسان له ۵۰ میله وسلو سره نيول شوي

ننګرهارکې څلور کسان له پنځوس میله بریټا تومانچوسره نیول شوي دي.

 ختیځ کې دسرحدي ځواکونوقومندان جنرال محمد ایوب حسېن خېل ویلي، تېره شپه سرحدي ځواکونه د دوربابا ولسوالۍ اړوند کوړوکو سیمه کې د کمین پرمهال څلور تنه له ۵۰ میله تومانچو سره نیولي، چې په یو سوزکي موټړ کې یې ځای پرځای کړي وو.

حسېن خېل وایې نیول شوي کسان افغانان دي او یاد شمېر توماتچې یې له پاکستان جلال اباد ښارته لېږدول.

تومانچو سره څلور زره پینځه سوه مرمۍ هم نیول شوي دي.

نیول شوي کسان اوس سرحدي ځواکونوسره دي




t