سرچینه: طالبان له افغان پلاوي سره په بیجینګ کې د حکومت له ادرسه خبرې نکوي

سرچینه: طالبان له افغان پلاوي سره په بیجینګ کې د حکومت له ادرسه خبرې نکوي

یوې سرچینې  ويلي، چې که د بیجینګ خبرو ته مرکچي پلاوی د افغان حکومت له آدرسه وي؛ طالبان ور سره خبرې نه کوي.

ټاکل شوې، چې د افغان حکومت یو پلاوی د طالبانو له دولس کسیز پلاوي سره د خبرو لپاره د چین بیجینګ ته واستوي. په داسې حال کې، چې د بیجینګ ناسته د افغانانو تر منځ د خبرو اترو او په راتلوونکې کې د سولې بهیر د آسانه کولو لپاره جوړیږي.

طالبانو ویلي، چې د افغان دولت پلاوی باید له شخصي آدرسه وي او د سولې په اړه خپل لیدلوري بیان کړي.

د طالبانو لخوا په دې ناسته کې دولس کسیز پلاوی ګډون کوي، د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دې پلاوي مشري پر غاړه لري.

افغان حکومت وایي، ژر یې یو پلاوی له طالبانو سره په بیجینګ کې د خبرو اترو لپاره چین ته ځي.

د ولسمشر د ستراتیژیکو چارو سلاکار وحید عمر ویلي؛ یو نوملړ وروستی او بشپړ غور پرې شوی دی. زمونږ ټینګار دادی، چې د افغانستان د ټولو خلکو استازی پلاوی د یو لنډ نوملړ له مخې ولیږل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ نه وایي، چې څوک چین ته ځي او حتا د مرکچي پلاوی شمېر هم څرګند شوی ندی.

د طالبانو لخوا د بیجینګ په ناسته کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ دولس کسیز پلاوی ګډون کوي.
د طالبانو پخوانی غړی عبدالشکور مطمئین ویلي؛ نه ویل کیږي، چې دا پلاوی به له طالبانو سوه ونه ویني او طالبانو هم کومه اعلامیه په دې اړه نده وړندې کړې؛ خو له هغو سره به د حکومت له ادرسه  ونګوري. دغه راز د طالبانو لخوا د ملابرادر په مشرۍ به یو ۱۲ کسیز پلاوی چین ته ولاړ شي.

د چین ناسته، چې د افغانستان د سولې بهیرلپاره حساسه یاده شوې او د دوحې مذاکراتو د پیل لپاره د لارې چارې د پیدا کیدو په خاطر به جوړه شي؛ خو پوښتنه داده، په دې ناسته کې ولې ځنډ او سرخوږی راغلی دی؟

د افغانستان د اسلامي انقلاب ګوند مشر مولوي قلم الدین په دې اړه څرګنده کړې، چې د چین ناسته به تازه خبرو ته لار اواره کړي او د افغانستان حکومت یې هم باید پر ځنډولو فکر ونکړي.

زلمی خلیلزاد د کابل سفر له بشپړولو وروسته قطر ته تللی او نږدې دوه اوونۍ کیږي، چې په دوحه کې دی. آوازې دي، چې د زلمي خلیلزاد او طالبانو تر منځ نارسمي خبرې به د بیجینګ ناستې تر پیلیدو پورې روانې وي.




t