خاطره/ مرسل احمدزۍ

خاطره/ مرسل احمدزۍ

د ورځې مې د کندهار ولایت یوې لیرې پرتې ولسوالۍ ته رسمی سفر کړي وو مازدیګر لمرولیده موټروان د کور له مخه کښته کړم، له موټره په کښته کیدو کې د عادت له مخې مې ساحه وڅارله تر څو د چا د مرګونې مرمې ښکار نه سم او د کورنې یوازینې ګټیالۍ د مرګ ښکار نه سي. او کورنې مې چاته محتاجه پاته نه سي دا زموږ د کندهار د ژوند ورځني‌ ډار وو چې په هر ډګر به راته نیغ ولاړ وو. کورته په رسیدو سره مې د نس غم هم راپه غاړه وو همدا چې ډوډۍ مې وخوړه د خوب تابیا مې ونیوله ځکه سبا باید وختي‌ دفتر ته تللې وي او د ولسوالۍ راپور مې کابل ته لیږلي‌ وی.
د ستړیا او د بې امنیتې په ماحول کې به مو کله کله د جنتی وطن رنګینې منظرې هم په خوب لیدلې چې د همداسې یو خوب په غیږ کې وم چې سترګې مې د موبایل په زنګ خلاصې سوی. ناولده نمبر وو او دشپې شاوخوا یوه یوه نیمه بجه وه ورخطایې مې د وجود اندامونه په ریږدیدو کړه، سپین سرې مور او د کاله غړي مې سترګو ته نیغ ودریدل د خیر کلمه مې تیره کړه او موبایل مې اوچت کړ د هلو په ویلو سره د یو نارینه ږغ مې واورید مرسل یې؟
– بلی هو تاسو څوک؟
– په کندهار کې مې په یوه غونډه کې لیدلې وی زه د پلانی ولایت یم او ډيره مې خوښه سوې یې، غواړم درسره خبرې وکړم
په افغانستان کې د نجونو اولنی امنیتي‌ کمربند د ورور کلمه ده چې باید د نارینو په مقابل کې مو کارولي وي خو کله کله به مقابل لوري‌ دومره سپین سترګی وو چې اصلا به یې د ښځو دغې مکالمې ته اهمیت نه ورکاوه او دا کمربند به یې هم مات کړ چې په دې شپه دلته هم همداسې وسو. په سړی مې ټلیفون بند کړ خو د زنګونو لړۍ له هغې شپې راشروع سوه او هروخت به زما د کار او نورو چارو خنډ جوړیده په خبره بلکل نه پوهیده ان تر دې چې یوه ورځ یې راته وویل خبرې به راسره کوي‌ ځکه ما ستا د ټلیفون د شمیرې په پیدا کولو دوه سوه ډالر مصرف کړي. د دې خبرې په اوریدلو حیرانتیا واخیستم او غوښتنه مې ترې وکړه چې که سړی راوښایې او راته ووایې چې څنګه دې زما شمیره لاسته راوړې ممکن خبرې درسره وکړم. کس راته وویل شمیره دې سړی نه بلکې یوې ښځې راباندې خرڅه کړي‌ په ۲۰۰ ډالره او هغه د پلانی ولایت د ولایتي شورا وکیله پلانکې ده. هکه حیرانه پاتې سوم هیڅ نه پوهیدم څه ورته ووایم ورته ومې ویل زما خبرې به ستا لپاره هغه ټوکه سي چې کوم سړی مرچ نه پیژندل او په بازار کې یې په پیسو اخیستي‌ وو نو کله یې چې په خوراک پیل وکړ له سترګو او سپږمو یې اوبه جاري‌ سوې‌ کوم چا ترې وپوښتل چې څه جبر چې خوري‌ یې نو ده ورته ویل چې پیسې مې باندې تللي.
نو ښه خبره به داسي‌ چې ته دا مرچ (زما شمیره) بیرته هغې میرمنې ته ورواپس کړه او حساب ورسره خلاص کړه.
زموږ په وطن کې ضمیر خرڅول هم قیمت لري او اخیستونکي‌ یې د بې غیرتي تر حده استعمالوي.

مرسل احمدزۍ




t