زموږ د غمیزې علة العلل

زموږ د غمیزې علة العلل

عزیز چوپان

ډېر ځله د یوې پېښې عوامل ډېر وي، خو یو عامل په کې تر نورو ډېر مؤثر وي چې همدې علت ته علة العلل وایي. د افغانستان روانه غمیزه هم همداسې ده. په لومړي سر کې خو د شوروي ضرورت و؛ نه په خدای د روسانو ځکه په افغانستان کې لاسوهنه په پخواني شوروي کې د ټولو شاملو جمهوریتونو ضرورت نه و؛ بلکې دا خو روسان وو چې نړیوال اهداف یې هم لرل او سیمه ییز اهداف هم. کله چې په افغانستان کې د دموکراسۍ لسیزه پیل شوه، نو نظام د شړېدو پر خوا لاړ او غټ علت یې هغه ګوندونه وو چې په غیرقانوني او خپلسره توګه یې سر راپورته کړ، خصوصاً د خلق دموکراتیک ګوند چې د روسانو په نامستقیم کومک او د روسانو د افغاني ځرو په وسیله د ۱۹۶۵ کال د جنوري په لومړۍ نېټه یې په کابل کې تاداو کېښودل شو او مشران یې د کا جي بي له خوا تمویلیدل. روسانو  غوښتل د پتر خوب ته عملي جامه ور واغوندي؛ خو هغوی پخوا تر دې چې خپل دغه هدف ته ورسېږي، په داسې دلدل کې ونښتل چې په ډېر طالعو ایله په تېښته بریالي شول.

زموږ ساده او پاک زړي ولس فکر کاوه چې د روسانو په ماته به هر څه سم شي خو سم نه شول. روسانو ګام پر ګام خپل اهداف تعقیبول، لومړی یې شاهي وراسته رژیم ته د پای ټکی کېښود بیا یې داوود له مخې لرې کړ او خپلو ځرو ته یې زمینه مساعده کړه چې واک ته ورسېږي، خو د هغوی پښې هم ټینګې نه شوې او پخپله روسان راغلل؛ خو هغوی هم مات شول.
د روسانو ماته هېڅکله په دې معنا نه وه چې افغانستان ازاد شو او افغان مجاهد ولس خپل هدف ته ورسېد؛ بلکې لومړی خو پر دې خبره ټول استعماري قوتونه حتی امریکا او روسیه یوه خوله وو چې باید په افغانستان کې مجاهدین د یوه اسلامي نظام جوړولو ته پرېنږدي. هغوی پر دې پوه نه وو چې پخپله په افغانانو کې یو شمېر داسې کسان، مشران او زورواکي شته چې پخپله د دې کار له پاره بس دي. څه شوې هغه وسلې او هغه نور نظامي وسایل چې د نجیب حکومت پر ځای پرېښوول؛ مګر ټانکونه کباړ نه کړای شول او په تول و نه پلورل شول؟ د نجیب تر سقوط وروسته معلومه شوه چې څوک په افغانستان کې د یوه اسلامي نظام جوړولو ته ژمن وو او چا چور ته ملا وتړله او څوک اقتدار ته د رسیدو له پاره هرې معاملې ته تیار وو. زه اوس هم نه پوهېږم چې څو سلنه سیاسي احزاب واقعاً اسلامي او ملي برنامې لري او څو سلنه یې اوس هم په معاملو لګیا دي. زه خو وایم چې اوس ټول پر دې خبره پوه دي چې حقیقت څه دی؛ خو داسې مرجع نشته چې له هغه چا نه پوښتنه وکړای شي. دا اوس انتخابات وشول؛ خو د امریکا له سفیر نه په کې د مداخلو په اړه رسنۍ په شکایتونو ستړې شوې. دا هغه سفیر و چې اردوغان له ترکیې نه پسې را واخست او بې خاونده افغانستان ته را واستول شو، دلته یې نو چې څه ډول زړه وي هغسې لوبه کوي، زموږ د ولسمشر او اجرائيه رییس هر یوه خولې واک ته د رسېدو له پاره اوبه پرېښي وي، هغوی اوس د احتیاط له مخې هم چا ته نه شي ویلای خصوصاً خارجیانو ته چې ته د کوم باغ مولۍ یې چې هره ورځ زموږ د انتخاباتو کمیسیون ته ورځې اوحالات څارې چې کار زما د هېواد په ګټه روان دی او که په زیان؛ د ۲۰۰۹ کال په انتخاباتو کې مداخله، بیا د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې مداخله او هر څه پخپله خوښه برابرول؛ خو موږ په دې حالت کې هم په دې خوشحاله یو چې موږ حکومت لرو، نظام لرو، انتخابات لرو، متخب حکومت او منتخب ولسمشر لرو. چېرې زموږ د ارادې ممثل حکومت! بس څه چې بهرنیان خصوصاً امریکا غواړي همغه څه کېږي.
دا دی تقریباً څلوېښت ورځې تېرې شوې خو زموږ د انتخاباتو نتایج معلو نه شول، زه نه پوهېږم چې د انتخاباتو کمیسیون به نورې څه پلمې کوي؛ ځکه کمیسیون شکایت نه شي کولای او حکومت مداخله چې دا انتخابات ولې د کړکېچ خوا ته ولاړل، ولې یې نتایج نه معلومېږي، زه نه پوهېږم چې دا درملوګ شرکت له هر هېواد سره همداسې کوي؟ دا یواځې انتخابات خو نه دي، زموږ ځمکنۍ بشپړتیا له جدي ګواښ سره مخ ده، اوبه مو له جدي ګواښ سره مخ دي، ځنګلونه او معدنونه مو له جدي ګواښ سره مخ دي؛ خو حکومت ګونګه روژه نیولې ده او غږ نه شي کولای ځکه وایي:
له ډاره غږ کولای نه شم
د سوال یاري ده اوس به ګډه وډه شینه
زموږ د حکومت مشران خو راوستي امریکا دي بیا خو نو د حضرت سعدي خبره
هر که را بر سماط بنشینی، واجب آمد بخدمتش برخاست
که چېرې دا مشران د ازادو، شفافو او بې پرې انتخاباتو په نتیجه کې واک ته رسیدلي وای نن به یې د هېڅ حاتم منت پر ځان نه مانه، خو دا خو نورو راستي دي ځکه خو یې په هر څه کې سترګې د هغوی خوا ته کږي دي.
امریکا د ترهګرۍ د ځپلو په پلمه افغانستان ته راغله او خپل اروپایي حشرګړي یې هم له غوږه را ونیول او په ځان پسې یې را کاږل؛ خو دلته یې پر هر څه قبضه وکړه. په انتخاباتو کې دا مداخله کوي، زموږ د ادارې په هره برخه کې دا مداخله کوي، ان چې زموږ د سرحداتو په ټاکنه کې دا مداخله کوي؛ خو زموږ بېوسه حکومت غږ نه شي کولای. پښتانه وایي، بې غیرته ابا، ابۍ ته مېړنی دی. د حکومت پخپلو بېوزلو خلکو زور رسېږي چې کله یې د داعش په نامه وژني او کله د طالب په نامه، بس چې څوک یې ونیو د مخالفت مهر یې پر وچولي ولګوي او بیا چې ورسره څه کوي، هغه کوي.
موږ یواځې د امریکا او ناټو ظلم او ستم نه زغمو؛ بلکې هغه هېوادونه دا که ګاونډیان دي که سیمه ییز چې په افغانستان کې د امریکا د حضور مخالف دي زور یې له افغانانو نه وباسي، حال دا چې امریکا نه افغان ولس را بللې ده او نه یې دلته په شتون خوښ دی، چې سبا وځي، نن دې ولاړه شي، پرېږده چې دامریکا له حضور پرته مو لېوان وخوري؛ خو موږ د امریکا د حضور بیه هم ادا کوو، پر دې اساس ویلای شو چې زموږ په هېواد کې د امریکا حضور زموږ د دې ټولې غمیزې علة العلل دی.




t