بیا هم همغه زوړ دریځ!

بیا هم همغه زوړ دریځ!

ف، فایض

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د مذاکراتو پر مهال چې د سولې له پاره کومه خاصه تمه پیدا شوې وه، هغه هم د مذاکراتو پر مهال له منځه ولاړه. اصلاً خو هغه مهال هم دا تمه بېځایه وه چې د پیلو شویو مذاکراتو په نتیجه کې به افغانستان ته سوله راشي؛ ځکه مذاکرات د طالبانو او امریکا تر منځ روان و او نتایجو ته یې افغان ولس په تمه و. دا چې اوس زلمی خلیلزاد بیا کله بلجیم، کله مسکو، کله پاکستان او کله افغانستان ته سفرونه وکړل؛ نو ورسره بیا دا ګونګوسې را پورته شوې چې ښایي مذاکرات بیا پیل شي، خو افغان حکومت خو دا په ډاګه کړه چې خلیلزاد د سولې په تړاو افغانستان ته نه دی راغلی؛ بلکې د امریکایي پوهنتون د هغو استاذانو د خوشې کولو یا د تبادلې په اړه راغلی چې دا څو کاله د طالبانو په بند کې دي. هغوی غواړي چې د انس حقاني په شمول یو شمېر طالب بندیان چې دا مهال د افغان حکومت په بند کې دي خوشې کړای شي چې دوی د امریکایي پوهنتو هغه دوه استاذان خوشې کړي؛ خو د خپرو شویو رپوټونو له مخې ولسمشر غني تر اوسه پورې له دې خبرې سره موافقه نه ده کړې. هغه دا اوس د سولې یوه نوې طرح وړاندې کړې، ښایي دی هم پر دې ټینګار ولري چې طالبان ورسره خبرو ته کښېني او په نتیجه کې یې یوې دغسې معاملې ته لار اواره شي؛ ځکه که طالب او دولت مذاکراتو ته تیار شي او نتیجه یې کومه هوکړه شي، بیا خو د تبادلې بهیر په همدې محدوده کې هم نه پاتې کېږي؛ ځکه ډېر طالبان له دولت سره بندیان دي او د دولت ډېر امنیتي کسان له طالبانو سره بندیان دي. که څه هم یو شمېر طالب بندیان چې د ثلاثه محاکمو له خوا په اشد مجازات محکوم شوي، نه یې پخواني ولسمشر دوسیې توشېح کړې او نه اوسني؛ ځکه که دا لړۍ پیل شي بیا به طالبان هم ورته اقدام کوي چې په دې توګه به د دواړو خواو د بندیانو ژوند له خطر سره مخ شي.

دولت په داسې حال کې د سولې نوې طرح جوړه کړې چې طالبان لا هم وایي چې له افغان دولت سر خبرو ته دي چمتو. د هغوی استدلال اوس هم دا دی چې افغانستان د امریکا له خوا یو اشغال شوی هېواد دی او دا اوسنی حکومت د یوه اشغال لاسپوڅی دولت دی چې دوی یې د دولت په توګه نه په رسمیت پېژني، او نه ورسره مذاکراتو ته کښېني. په (۱۲/۸/۹۸) نېټه چې د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح ا… مجاهد له شمشاد تلویزیون سره کومه مرکه درلوده د طالبانو د تحریک په استازیتوب د هغه دریځ په ښکاره ټکیو کې همدا و. هغه د اوربند په اړه چې ددولت په نوې طرح کې په سر کې ځای لري هم وویل چې دا خبره د شریعت خلاف هم ده، دا چې د هغه استدلال تر کومه له شریعت سره اړخ لګوي، هغه خو جلا بحث دی چې په دې برخه کې دیني علما ښه قضاوت کولای شي، خو تر کومه چې د طالبانو په تحریک پورې اړه لري؛ نو د هغوی دریځ خو همدا دی. دا چې دولت اقرار کوي او طالبان انکار، له دې وړۍ نه خو شړۍ نه شي جوړېدای. که چېرې افغان دولت د مذاکراتو ضرورت احساسوي؛ نو دا ضرورت تر هغې پورې کومه نتیجه نه شي ورکولای چې طالب هم دا ضرورت احساس نه کړي چې یاره نور وینه په وینه پرېمینځل سهي خبره نه ده. پکار خو دا دي چې دواړه لوري پر دې باور شي چې که دا جنګ څومره هم دوام وکړي یو لوری هم ترېنه کومه مثبته نتیجه لاس ته نه شي را وړلای. دواړه لوري باید پر دې فکر وکړي چې حالات همېشه په یوه ډول دوام نه شي کولای. تاسې وګورﺉ! همدا اوس چې زه دا کرښې کاږم په امریکا کې د دموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو تقابل کوم حد ته رسیدلی، تر دې چې ولسمشر ټرمپ، د استیضاح له ګواښ سره مخ دی او په دې کار کې تر څه بریده پورې دموکراتان ځکه لاسبري دي چې په کانګرس کې اکثریت د دوی دی، چې په حقیقت کې اوس دموکراتان په یوه تهاجمي او جمهوریت غوښتنونکي په یوه دفاعي حالت کې دي او تجربه خو دا ثابتوي چې چې تهاجم د دفاع په پرتله بریالی وي. اوس ښایي ولسمشر ټرمپ ته دا خبره مهمه وي چې څه ډول کولای شي ځان له دې ازمېښته روغ رمټ وباسي. که چېرې فرضاً ټرمپ استیضاح او له دندې ګوښه کړای شي، بیا خو د افغانستان په اړه د طالب او امریکا مذاکراتو ته هغه تمه چې دا اوس ورته کاذبه تمه ویلای شو، لا هم د نهیلۍ خوا ته درومي. دا به بیا د نوي حکومت او نوي ولسمشر په صوابدید پورې اړه ولري چې هغه څه وايي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا نظامیان نه غواړي چې له افغانستانه خپل پوځونه وباسي او په سیمه کې لاسته راوړی موقعیت له لاسه ورکړي. همدارنګه پاکستان هم چې ټول لوري پر دې باور دي چې افغان سوله د پاکستان له ریښتینې همکارۍ ناممکنه ده اوس د یوه سیاسي اړي ګړي ښکار دی، د اپوزیسیون ګوندونه چې مشري یې د جمعیت العلمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان کوي له کراچۍ نه مارش شروع کړ او اوس اسلام آباد ته را رسېدلی دی، هغوی د عمران خان حکومت د تقلبي انتخاباتو زېږنده بولي او وایي چې نه یې مني، هغوی عمران خان ته دوه ورځې وخت ورکړ چې د عظمی صدارت له دندې ګوښه شي او خپله استعفی اعلان کړي، خو هغه د دې کرښو تر لیکلو پورې ددې خبرې له منلو نه انکار کړی دی، ولیدل شي چې وړاندې څه پېښېږي، مقصد دا چې هغه دوه هېوادونه چې په افغان سوله کې مرسته کولای شي خپله له سیاسي بحرانونو سره مخ دي؛ نو په داسې یوه حالت کې یې افغانستان ته لاس نه شي رسیدلای. بې له شکه دغه سیاسي اړی ګړی د افغانستان پر حالاتو هم منفي اغېر کولای شي.

له بلې خوا جنګ په افغانستان کې روان دی، اور دلته بل دی، وژنې دلته روانې دي، له اقتصادي فشاورنو سره افغانان مخ دي، ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي استقلال دافغانستان له ګواښونو سره مخ دی، د ملي حاکمیت مساله دلته له تهدیدونو او خطر سره ده؛ نو چې افغانان پخپله دا خطرونه نه احساسوي او نه د دې ضرورت ګوري چې احساس یې کړي بیا نو له بل چا نه څه تمه پکار ده، بې له شکه به دا تمه هم یوه کاذبه تمه وي. د دې کرښو تر لیکلو پر وخت زه د راشده خلفاو رضی ا… عنهم په باب د یوه کتاب په لوستلو بوخت یم، او دا اوس د درېیم خلیفه حضرت عثمان (رض) په باب حالات ګورم، کله مې چې د دوو لومړیو خلیفه ګانو د خلافت د وخت حالات لوستل چې مسلمانان څه ډول په پرله پسې فتوحاتو بریالي شول، ان چې خصوصاً د حضرت عمر (رض) د خلافت په زمانه کې د فارس او روم امپراتورۍ یې په ګونډو کړې او بیا ددرېیم خلیفه په وخت کې هم تر لومړیو شپږو کلونو پورې دا فتوحات پر مخ روان وو، ان چې مسلمانان اسپانیا ته ورسېدل او قبرس یې هم ونیو او بیا تر دغسې فتوحاتو وروسته یو دم حالاتو پېر وخوړ او هر څه د سرچپه کېدو پر خوا ولاړل او خبره دې ته ورسېده چې په کورني کچ بغاوتونه شروع شول او دا بغاوتونه ان مدینې منورې ته ورسېدل او بالاخره خلیفه پخپل کور کې په داسې حال کې چې د عظیم الشان قرآن په تلاوت بوخت و، شهید کړای شو. وروسته ګورو چې همدا کورني اختلافات د څلورم خلیفه وخت ته هم وغځېدل او اسلامي واکمنۍ ته یې سخت ټکانونه ورکړل.

زه خو وایم چې له تاریخ نه د عبرت درس اخستل په کار دي، باید هم دولت او هم طالبان او نور هغه وسله وال مخالفین چې ځانونه افغانان بولي د خپل وطن د راتلونکي برخلیک په باب فکر وکړي، افغانستان دا وخت له ډېرو سختو ګواښونو سره مخ دی، که چېرې په جنګ کې ښکېل اړخونه د یوه اسلامي او ملي مسوولیت احساس و نه کړي، افغانستان به نور داسې زیانونه وویني چې بیا به یې تلافي ممکنه نه وي لکه چې اسلامي امت بیا هېڅکله هغه عظمت ته و نه شو رسیدای لکه د دوو لومړنیو راشده خلفاو او درېیم راشد خلیفه په لومړیو شپږو کالو کې یې لاس ته راوړی و. زه پر دې خواشینی یم چې زموږ خلک لومړی خو تاریخ نه لولي او که لږ و ډېر یې ولولي عبرت ترېنه نه اخلي. د سولې له پاره لومړی باید مذاکرات پیل شي او مذاکرات هغه مهال پیل کېدای شي چې د جنګ د دواړو لوریو په دریځونو کې خو باید دومره نرمښت را وستل شي چې د خبرو له مخې خنډونه لرې کړای شي.




t