د بریکوټ او دوکلام له مشرانو سره د همکاریو ژمنه وشوه

د بریکوټ او دوکلام له مشرانو سره د همکاریو ژمنه وشوه

کونړ والي د ناړۍ ولسوالۍ دبریکوټ او دوکلام سمي له قومي مشرانو سره د همکاریو ژمنه وکړه.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، والي عبدالستار میرزکوال چې تیره ورځ یې د ولسي جرګې غړو،ولایتي شورا استازو او امنیتي مسوولینو په ملتیا ناړۍ ولسوالۍ ته سفر کړی و نن له غرمې مخکې بریکوټ او دوکلام سیموته ولاړ او د ولس غوښتنې یې و اورېدې.

نوموړي وویل ددې ولایت هر اړخیزه پرمختګ لپاره ګټور پلانونه لري او په وروسته پاتې سیمو کې به د ولسونو اړتیاوو په اساس رغنیزې پروژې پلي کړي.

ښاغلي میرزکوال د یادو سیمو له ولسونو مننه وکړه چې په پوره میړانې له ارضي تمامیت دفاع کړې او د خپلو ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي .

د ولسي جرګې غړی نعمت الله کریاب وایي سړکونه،پلونه،ښوونځي او روغتیایي مرکزونه چې د خلکو اساسي لومړیتوبونه دي ؛پاملرنه ورته نه ده شوې او د سیمې اوسېدونکي په بېلابېلو برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

هغه د کونړ له والي او نورو حکومتي مسوولینو وغوښتل چې ددې ولایت وروسته پاتې سیمو ته پاملرنه زیاته کړي او دخلکو اړتیاوو ته په پام رغنیزې پروژې پلي کړي.



خبرونه دوکلام ژمنه
t