شيرزادو کې يو موټر بم شنډ کړای شو

شيرزادو کې يو موټر بم شنډ کړای شو

ننګرهار ولايت شېرزادو ولسوالۍ لشکۍ سيمه کې وسله والو مخالفينو له لوري برید ته چمتو شوی له چاوديدونکو توکو ډک رينجر موټر ملي اردو منسوبينو له لوري شنډ شو.

د یاد ولایت مطبوعاتو مرکز د معلوماتو له مخې ياد رينجر موټر پخوا وسله والو مخالفينو ترلاسه کړی و او اوس يې په ولسوالۍ يا امنيتي قرارګاه بريد په موخه له چاوديدونکو توکو ډک کړی و، چې موخې ته له رسيدو وړاندې کشف او خنثی شو.

له نیول شوي رينجر موټر څخه د ملي اردو انجينرۍ ټيم چاوديدونکي توکي لرې کړل او بېرته يې د فعاليت په موخه اړونده مسئولينو ته وسپاره.



شیرزاد موټر بم وسله وال
t