د کونړ والي ته تقدیرنامه ورکړل شوه

د کونړ والي ته تقدیرنامه ورکړل شوه

د ولسي جرګې ۷ کسیز پلاوی چې مشري یې عبدالستار حسیني کوي ناړۍ ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې یې د دوکلام، بریکوټ، ناړۍ او نورو بېلابېلو کلیو له قومي مشرانو سره د لیدنې کتنو ترڅنګ د ولسوالۍپه انګړکې جوړه شوې ولسي غوڼده کې ګډون وکړ او د کونړ والي ښاغلی عبدالستار میرزکوال یې د ښو کړنو له امله په تقدیر نامه وویاړه.

د کونړ د رسنیو مرکز وایي، عبدالستار حسیني وویل چې د امنیتي ارګانونو او ملکي ادارو چارې یې ښې ارزولي او د نورو وکیلانوسره په ګډه به د کونړ ولسونو ستونزو اوارۍ لپاره لاس په کار شي .

همدا راز نوموړي زیاته کړه چې د نوي مالي کال په بودېجه کې به د ولس لومړیتوبونو په اساس رغنیزو پروژو ته ځای ورکړي

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د ولسي جرګې له راغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ د ناړۍ ولسوالۍ ولسونو ته ډاډ ورکړ چې اساسي غوښتنو ته به یې لاس رسی وکړي .

 



افغانستان تقدیرول والي کونړ
t