کام کې له ۴۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

کام کې له ۴۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

کامې ولسوالۍ کې څلور سوه کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې LIFE موسسې له لوري څلور سوه اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

د کامې ولسوال شريف الله فضلي وويل، چې هرې کورنۍ ته لوبيا، نخود، بوره، غوړي، شين چای، وريجې، ژمني لباسونه او سطرنجۍ ورکړل شوې.

ولسوال د LIFE موسسې له مسئولينو مننه وکړه، چې تل يې د دې سيمې بېوزله وګړو سره مرسته کړې او د مرستو د دوام هيله يې وکړه.



خبرونه خلکو سره مرسته کامه
t