جلال اباد: یو شمیر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

جلال اباد: یو شمیر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

جلال اباد ښار کې د څه باند شپږ ميلیونه افغانيو په لګښت يو شمېر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولايت مقام د رسنیو دفتر وايي، په مرکز جلال اباد ښار پنځمه ناحيه کې د ولسي تړون ملي پروګرام او ولسي ونډې د څه باندې شپږ ميليونه او دوه سوه پنځوس زره افغانيو په مالي لګښت يو شمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د جلال اباد ښاروال روح الامين حسن وايي، چې په يادو پروژو کې د ۴۱۷۵ متره په اوږدوالي او ۱۳ متره پلنوالي فرعي سړکونه، ۷۶۴ د سړک منځ ګلدانونه او څلويښت متره ويالې شاملې دي.

نوموړي وويل، چې د ولسي تړون ملي پروګرام ټولې پروژې د ولسونو په خوښه پلې کېږي؛ نو ولسونه مکلف دي چې د یادو پروژو څخه جدي ساتنه وکړي.

ښاروال په ښاریانو غږ وکړ که چېرته په خپل وخت د ښاروالۍ ټکس او صفایې پیسې تحویل کړي، نو په همغه کچه به د ښاروالۍ د ښاري پراختیایي پروژو ساحه پراخه شي.



اقتصادي بیارغوونه پروزې
t