د افغانستان او ویست اندیز دویمه لوبه

د افغانستان او ویست اندیز دویمه لوبه

د افغانستان تر ټولو لوی مشکل بېټېنګ دی. تېرې لوبې کې اوپنرانو شاوخوا ١٥ رنزونه وکړل. دا بیخي خراب اوپنېنګ دی. شاید او باید اوپنېنګ کې تغیر راشي او ابراهیم ځدراڼ ته به چانس ورکړل شي. اکرام علي خیل ماشالله ښه ټچ کې دی، همدغه اردر کې دې ولوبول شي. نجیب باید بېرته خپل اردر ته ولاړ شي.

تېرې لوبې کې یوازې رحمت، اکرام او اصغر رنزونه وکړل، دا ځل دې نور بیتسمینان هم مسولیت واخلي. ویست اندیز زمبابوې، ایرلند او سکانلند نه دی، دا ټيم د نړۍ اتلولۍ ګټلي دي او باید د یو ښه او هر اړخیز پلان له مخې ورسره لوبه وشي. ویست اندیز تر بل هر ټيم “لکنو کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لوبې ” کړي دي او ښه بلد دي.

شک نشته چې د ویست د نوي کوچ په توګه د سایمنز موجودیت هم پر افغانستان یو بل فشار دی. راشد خان په خپلو تېرو اوو یوې ورځنیو لوبو کې “یوازې درې ویکټې” اخیستې. جاوید احمدي چې “٢٤ نور رنزونه وکړي، یولسم افغان لوبغاړی به شي چې یوې ورځنیو لوبو کې ١٠٠٠ رنزونه وي. لوبه د شنبې په ورځ هماغه وخت، هماغه میدان او هماغو تلویزوني چاینلونو کې ده.

جعفر هاند



افغانستان لوبې ویسټنډیز
t