ټاکنو کمېسیون د څه باندې اته زره محلونو بیا شمېرنه پیل کړه

ټاکنو کمېسیون د څه باندې اته زره محلونو بیا شمېرنه پیل کړه

ټاکنو کمېسیون د څه باندې اته زره محلونو بیا شمېرنه پیل کړه.

د کمیسیون د مسولینو په وینا دا هغه محلونه دي چې شکایتونو کمېسیون او دوی د راپور له مخې د شکایتونو په اساس شکمن دي.

کمیسیون دغه راز د ١٣٧ زره رایو په اړه وضاحت ورکړی چې ستونزه نلري خو د څه باندې سل زره رایو په اړه بیا کمیسیون تر اوسه پریکړه نه ده کړې.

ټاکنو کمیسیون د درملوک د راپور د ځنډ له امله د بیا شمېرنې بهیر د دریو ورځو په ځنډ سره پیل کړ.

د ټاکنو کمیسیون د دارلانشاء رییس حبیب الرحمن ننګ وایي، دوی د ٨٤٠٠ محلونو د بیا شمېرنې لپاره پوره چمتوالی نیولی چې په دریو ورځو کې به یې خلاص کړي.

د ١٣٧ زره رایو او څه باندې سل زره نورو رایو مسله جنجالي وه چې اوس درملوک د ١٣٧ زره رایو مسله د رسمي مکتوب له لارې حل ښودلې خو د  سل زره رایو چې له وخت مخکې او وروسته  کارول شوې تر اوسه پریکړه نه ده کړې.

د ټاکنو کمیسیون مسولین وایی دوی هڅه کوي چې ٧ ورځې وروسته د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

شکایتونو کمیسیون همدا نن ویلي چې د لومړنیو پایلو ځنډ نور خلکو ته د منلو وړ نه دی.




t