د ولسي جرګې پلاوي د وضعیت ارزونې په موخه د فرضي کرښې صفري نقطې ته سفر وکړ

د ولسي جرګې پلاوي د وضعیت ارزونې په موخه د فرضي کرښې صفري نقطې ته سفر وکړ

کونړ والي د ولسي جرګې پلاوي په ملتیا د وروستي وضعیت ارزونې په پار فرضي کرښې ته څېرمه ناړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، د ولسي جرګې د دفاعي،مالي ،دیني او فرهنګي کمېټو ګډ پلاوي د کونړ والي او ولایتي شورا رئیس په ملتیا تیره ورځ ناړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د امنیتي قطعاتو او صفري نقطو څخه دلیدنو کتنو ترڅنګ یې امنیتي او دفاعي ځواکونه تقدیر او د بشپړ ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال ددې سفر په ترڅ کې وویل:

«افغان میړني ولس د دین او خاورې په خاطر د نړۍ هر یرغلګر زبرځواک مات کړی او له ملي نوامیسو یې په کلکه ساتنه کړې، په وینایې داخاوره په قربانیو ساتل شوې او دغه لړۍ لاهم روانه ده.»

نوموړي د ډیورڼډ په فرضي کرښه دپاکستاني نظامیانو غیرې قانوني خوځښتونه دښه ګاونډیتوب،نړیوالو او اسلامي اصولو خلاف عمل وباله او د هر ډول تیري او غیرې قانوني خوځښتونو پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

په دغه سفر کې چې د ولسي جرګې غړو نعمت الله کریاب، جاوید ساپي، عبدالستار حسیني، عبدالظاهر سالنګي، وږمې ساپۍ، مریم سما، انیسې عمراني، او سید عظیم کبرزاني ګډون درلود.

دوی د امنیتي ځواکونو او ناړۍ ولسوالۍ له ولسونو یې مننه وکړه چې د ارضي تمامیت څخه ددفاع په لاره کې یې د سر او مال قرباني ورکړې او خپله خاوره یې د غلیم له ناپاکه قدمونو ژغورلې ده .

سرچنیه وايي:

«قومي مشرانو د خپلو ویناوو په ترڅ کې د کونړ له والي او ولسي جرګې له پلاوي وغوښتل چې د نوي کال په بودېجه کې د اسمار او ناړۍ ولسوالۍ ترمنځ غځیدلي سړک او یو شمېر نورو ټولګټو پروژو ته ځای ورکړي.»

همدا راز قومي مشرانو د راغلي پلاوي څخه د مننې ترڅنګ هیله مندي وښوده چې ځوان استازي به د ولس په درد دوا او غوښتنو ته به یې لاس رسی وکړي.

د ولسي جرګې د راغلي پلاوي مشر عبدالستار حسیني وویل:

«د سفر ګزارش به د حکومت له مسوولینو سره شریک او د ستونزې اوارۍ لارې چارې به ولټوي.»

د رسنیو دفتر زیاتوي؛ د سفر په ترڅ کې د کونړ والي له لوري ددوېمې پلې لوا قومندان برید جنرال میرویس ساپی،د لومړۍ سرحدي لوا قومندان محمد ایوب حسین خېل د مشرانو جرګې په مډالونو او همدا راز دولسي جرګې پلاوي له لوري د ولسوال په ګډون امنیتي مسوولین او سربازان د مېړانې او ښو خدمتونو له امله وستایل شول.



سفر فرضي کرښه ولسي جرګې غړي
t