هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي

هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي

 

 

د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي دفتر وایې تیره ورځ ناوخته د دې ولایت د نهرسراج په سیمه کې د طالبانو د وسلو پر زیرمه او پټنځای تر سره شوي چې په پایله کې پنځه طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه وایې په دغه ځانګړو عملیاتو کې د طالبانو د مهماتو یوه زیرمه او ځیني چاودیدونکي توکي او ۲۰ کړۍ ماینونه هم لمنځه تللي.

طالبانو تر اوسه د دغه عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي د ګرشک ولسوالۍ په حیدر اباد او د لښکرګاه ښار په څلرمه امنیتي حوزه باباجي د شپږو افغان ځواکونو د وژلو ادعا کوي.




t