نعت

نعت

نعت

تا لمنه د خزان ګلاب ګلاب کړه
موږ لاسونه د بهار کړل زخم زخم
تا دښمن هم په امان رساوه کور ته
موږ ملګري خپل پر لار کړل زخم زخم
پر تا باندې د غلیم اولاد هم ګران و
موږ بچي د مور او پلار کړل زخم زخم

مګر بیا مو هم په خوله دغه دوعوه ده
چې موږ ستا پر لار روان یو محمده (ص)

دروېش درانی




t