وسله والو د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د شاهرا پولیسو پر قرارګاه برید کړی

وسله والو د کندهار شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د شاهرا پولیسو پر قرارګاه برید کړی

وسله والو د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د شاهرا پولیسو پر مرکز برید کړی دی.
یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وویل، نن سهار شپږ بجې طالب وسله والو د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اړوند “چنار” سيمه کې د شاهرا پولیسو پر مرکز د هاموي ټانک په واسطه چې د چاودېدونکو توکو ډک و، برید کړی، وروسته یو شمېر وسله والو یاد مرکز ته ننوتلي او وسله وال مقاومت کوي.
سرچینې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه رسمي حکومتي سرچینو څه نه دي ویلي، او طالب وسله والو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.




t