عالیه بهټ د خپل را راوان فلم لپاره نوي ژبه زده کوي

عالیه بهټ د خپل را راوان فلم لپاره نوي ژبه زده کوي

د بالیووډ ښکلې او نوموتي سېنمايي ستورې عالیه بهټ د خپل را روان فلم لپاره نوي ژبه زده کوي. په بالیووډ فلمونو کي کار کول دومره اسانه هم نه دي، څرنګه چي د سکرین پر مخ معلومیږي. د فلم لپاره لوبغاړي ځيني وختونه مجبوره کيږي، ډېر سخت کارونه وکړي، لکه د وزن کمول، د طیاري چلول زده کول او یا هم د مختلیفو وسلو کارول هغه څه دي، چي لوبغاړي يي په کولو مجبوره کیږي، تر څو د فلم لپاره په کافي اندازه فیټ کړل سي.

د هندي رسنۍ اې ټایمز د راپور په اساس د بالیووډ د نامتو ډایریکټر سنجی لیلا بهنسالی له لوري په جوړیدونکی فلم (ګنګو باى کاټياواړي) کي عالیه بهت ته مرکزي رول ځانګړي سوی دی او نوموړې مجبوره ده، د یاد فلم لپاره د کیتهي ژبه چي د هند یوه محلي ژبه ده، زده کړي. د ژبي زده کړه ځکه ډېره مهمه ده چي د فلم کتونکی دا فکر وکړي چي عالیه په رشتیا (ګنګو بای ده)

همداراز د فلمي ډایریکټر سنجی لیلا بهنسالي له لوري جوړیدونکی فلم د حسین زاهدي د ناول لومړی چپټر(ګنګو باى کاټياواړي) چي د فلم کیسه په ممبي کي د مافیا پر یوي ملکي ګنګو بای جوړه ده، جوړیږي. د هندي رسنۍ د راپور پر اساس د عالیه بهټ یاد را روان فلم به د را راوان ۲۰۲۰ م کال د سپټمبر پر ۱۱ نیټه نندارې ته وړاندي سي.

د

د عالیه بهټ ګنګو بای فلم د بالیوود د نوموتی ډآیریکټر سنجی لیلا بهنسالی له لوري رهبري کیږي.

پاته دي نه وي، چي یادي ښکلې ستورې تر دې مخکې هم د خپلو څو فلمونو لپاره د هند هیواد نوري ژبي زده کړي دي. عالیې د (٢ سټېټس) فلم لپاره تامیل ژبه زده کړې وه او همدا راز د خپل بل فلم (راضي) چي د هند او پاکستان پراستخباراتو جوړ سوي و، د هغه لپاره يي هم اردو ژبه زده کړې وه.



بالیووډ فلمي نړۍ
t