راتلوونکي یوه اوونۍ کي به د باغ پل د پله جوړیدو پروژه تدارکاتو ته ولاړه سي

راتلوونکي یوه اوونۍ کي به د باغ پل د پله جوړیدو پروژه تدارکاتو ته ولاړه سي

د ټرانسپورټ وزير اینجنير يما ياري د کندهار والي حيات الله حيات او ورسره رئیسانو سره لیدنه کي د کندهار د پرمختيايي پروژو د پلي کولو په اړه لیدنه وکړه.

په دې ليدنه کې کندهار والي حیات الله حیات د کندهار د هوايي ډګر سړک د تکميليدو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي د شهید سترپاسوال عبدالرازق واټ د سړک ګروپان باید تکمیل او همدارنګه یې د احمدشاه بابا نړیوال هوایي ډګر د ترمينل ستونزي شریکي کړې، چي په خبرو کي یې د نوي ترمینل جوړیدل، د لازم پرسونل استخدام، پرسونل ته ټرینینګ ورکول، د وسایطو برابرول، د CCTV کامرو نشتون او یا هم د کامرو د ترمیم یادونه وکړه.

کندهار والي د شمالي او جنوبی بای پاس د ژر جوړیدو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چي د یادو سړکانو تر تکمیلیدو دي موقت بای پاس ورغول سي او په ورته وخت کي یې د ارغنداب-خاکریز/ ترینکوټ-کندهار سړکونو د جوړیدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي حیات کندهار ښار ته د دخولي دروازو د ترازو ګانو موضوع هم شریکه کړه او همدارنګه یې د باغ پل د پله وضعیت خراب یاد کړ، چي د جوړیدو په برخه کي یې د وزیر د توجو غوښتنه وکړه او همداراز یې وویل، چي ولایتي ادارې د ۲۰۵ اتل قول اردو د پرسونل په همکاري نن د ارزګان- ترینکوټ سړک چاري پیل کړې، چي راتلوونکي یوه میاشت کی به اماده سي.

وروسته د ټرانسپورټ وزير اینجینر یما یاری په ياد ولايت کي د ټرانسپورټ وزارت لخوا تر کار لاندي پروژو په اړه تفصيلي خبري وکړې او وويل: چي راتلوونکي ۱۳۹۹ کال کي به د احمدشاه بابا ملکي هوایي پروژه تدارکاتو ته وړاندي کړي.

ښاغلي ياري زياته کړه، د کندهار-سپين بولدک دوهم سړک چاري مخته روانی دي او د ښورابک سړک یوه حصه د ناامنیو لکبله نیمکړې پاته سوه، چي پیسې یې پر موقت بای پاس، چي د ښوراندام او پنجوایي تر مینځ لس کیلو متره په بر کي نیسي، لګول کیږي.

ښاغلي یاري زیاته کړه، چي شمالي او جنوبي باي پاس د ماسټر پلان لکبله نه جوړیږي او چي کله ماسټر پلان راورسیږي دوي به عاجل ټیم واستوي او چاری به یې پیل کړي او همدارنګه یې په خپلو خبرو کي ژمنه وکړه، چي راتلوونکي کال کي به د ارغنداب-خاکریز سړک پروژه په بودیجه کي نیسي او راتلوونکي یوه اوونۍ کي به د باغ پل د پله پروژه تدارکاتو ته وړاندي کړي، تر څو د اوسني پله بغل ته نوی پل په اساسي ډول ورغول سي.

ښاغلي یاري زیاته کړه، چي د ترازوګانو لپاره نوی لایحه جوړه سوې ده او د وزیرانو شورا تر تصویب وروسته به تطبیق سي.




t