شکر ایستل

شکر ایستل

استاد عبدالناف فردين

په ژوند کي د شُکر ایستلو لپاره د ‌‌‌‌‌‌ډېرو لویو شیانو اړتیا نسته، یوازي همدا فکر وکړه چي برایي به څومره خلک بیده سوي وي او بېرته پاڅېدل به یې نصیب سوي نه وي.

څومره خلک به نن د کار او دفتر پر ځای روغتونونو ته روان وي.

څومره به برايي وژي بیده سوي وي او څومره کسانو به بې مالګې او بې غوړو ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړلې وي.

که موږ په دې یوه ‌‌‌‌‌‌ډله کي هم نه راځو، نو د شکر ځای دی.

لوی ارمانونه پوره کېدل وخت غواړي، حوصله غواړي او خواري به ورته کوو، خو دا هغه وخت کېږي چي موږ د دې خاوریني نړۍ اساسي اړتیاوي (ژوند او روغتیا) ولرو.

لویي دندي، لوی کورونه، ښایسته او قیمتي موټران… دا اساسي اړتیاوي نه دي، کوچنۍ دنده، کوچنی کور او حتی کرايي موټر هم زموږ هماغه ستونزي حلوي چي لوی یې حلوي، دا توپیرونه ‌‌‌‌‌‌ډېر کوچني او ژر ختمېدونکي وي.

په خپل سته نعمتونو او امکاناتو شکر وباسئ. خو دا په دې معنا نه ده چي تاسي د تلاش او کوښښ څخه لاس واخلئ، نه د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړئ خو په موجودو شتمنیو شکر ګزاره ووسئ!

روان شناسی




t