يوناني علوم

يوناني علوم

یوناني علوم

لوی سکندر (۳۲۳-۳۵۶ ق م)د پخواني یونان ټولواک و ـ له ایران نیولې تر ترکستان او چین پورې ډیر هیوادونه یې ونیول ـ له ده وروسته روميان راپورته شول او د نورو هیوادونو ترڅنګ یې د یونان په نیولو سره تر خپل سلطنت لاندې راوستل ـ اوس دواړه امپراتورۍ یو شوې او په دې توګه یونانیانو او رومیانو له اسلام وړاندې د پخوانۍ زمانې تر ټولو لوی سلطنت جوړ کړ.
سیاسي بریو یې په قام کې حوصله پیدا کړه،مخ په ډیریدونکیو خوښیو ورته د علمي کارونو فرصتونه برابر شول،په دې حالاتو کې په یونان کې فلسفې او نورو علومو ته وده ورکړل شوه، که څه هم دا فلسفه تر ډیره پورې په منطقي بحثونو او لیرې له خیالي نظرونو برخمنه وه ـ
له قستنتین وروسته چې کله رومیانو عیسویت ومانه، نو دا ډول کتابونه یې د مذهب لپاره مضر وګڼل او رد یې اعلان کړل.

عباسي خلیفه مامون الرشید چې د فلسفي کتابونو په لټه کې شو، نو د روم پاچا ته یې لیک ولیکه چې د فلسفې اړوند یوناني او رومي لیکوالو کوم څه لیکلي دي راویې لیږي ـ

هغه مهال خپله د روم واکمن هم له دا ډول کتابونو ناخبره و ـ چې معلومات یې پیل کړل، یوې بوډۍ راهبې( د عیسویانو درویش ته راهب وایي) ورته د یوه تړلي کور ادرس ورکړ، چې هلته عیسویت ته له ودې وروسته د فلسفې ټول کتابونه له خلکو اخیستل شوي او دلته ساتل شوي وو له باندې ورته لوی دروند قلف اچول شوی و ـ
د روم پاچا بوډۍ وپوښته آیا دا کتابونه د مسلمانانو هیواد ته ولیږو؟ هغې وویل: دا کتابونه باید خامخا مسلمانانو ته ولیږئ.
ځکه دا کتابونه چې په کوم قام کې ولوستل شي په بې معنا بحثونو کې په نښتو سره به یې عقاید ګډ وډ شي او پایله به یې د کمزورۍ سبب شي ـ

همداسې یې وکړل د روم پاچا د دې کتابونو د راایستنې حکم وکړ او په پنځه اوښانو یې بار بغداد ته ولیږل، جمال الدین قفطي لیکلي دي:
په دې کور کې ورته زیات کتابونه ترلاسه شول، خو پرته له څیړنې او کتنې یې د پنځو اوښانو بار په اندازه کتابونه راوویستل او مامون ته یې ولیږل ـ ( اخبارالحکماء).

د عیسوۍ راهبې خیال سم ثابت شو، په دوهمه هجري پیړۍ کې د دا ډول کتابونو له اغیزه مسلمانان د قرآن له فطري اسلوبه واوښتل ـ
په قرآن کې د استدلال بنسټ د حقایقو په فطرت ایښودل شوی و، خو د پخوانیو فلسفي کتابونو نه په اغیز،مسلمانانو د استدلال بنسټ په خیالي منطق کیښود چې دا میتود او طرز د بحث او استدلال سراسر د قرآن ضد و ـ لا چې وروسته د مسلمانانو دیني تعلیم په نصاب کې په شاملیدو سره، کرار ـ کرار سپیڅلی وګرځید.

له دې پیښې اوس له زر کاله زیات تیریږي، خو نن هم مسلمانان د منطق او فلسفې له دې طلسم او تیارې نه د وتنې لپاره تیار نه دي.
په مسلمانانو د دې نااسلامي علم ابدي تسلط تر ټولو لوی لامل دا دی چې له ابتدایي پیړیو وروسته د مسلمانانو کوم علوم مدون شول هغه ټول په همدې منطقي چوکاټ کې مدون شول،دا طرز مو په علومو کې دومره ډیر راګډ شو چې اوس یو شخص په پخواني منطق کې پوره درک نه لري،پرې نه شي پوهیدی ـ د بیلګې په ډول د علم نحو کتاب دی او زموږ د مدرسو په کتابونو کې شامل دی ـ

مګر د منطق په اصطلاحاتو او منطقي طرز بحث له یادیدو پرته پرې پوهیدنه ممکن نه ده ـ همدا حال د اسلامي فنونو نورو کتابونو هم دی ـ په دې توګه منطق د اسلامي علومو په فني تدوین کې راګډ شو او بالاخر د اسلامي کتابتونونو یوه مستقله برخه وګرځیده .

اوس په نااړینه توګه دا پوښتنه مخته راغله چې که پخوانی منطق پریښودل کیږي،نو د اسلام پخواني فني کتابونه هم باید پریښودل شي ـ
همدا لامل دی چې نن د مدرسو په نصاب د معقولاتو عنصر دومره سیوری غوړولی چې خپله اسلامي علوم د دې لاندې ایسار پاتې دي.

اسباق تاریخ ـ د تاریخ سبقونه

مولانا وحیدالدین خان




t