زابل کې هوايي بریدونو ۱۱ وسله وال ووژل

زابل کې هوايي بریدونو ۱۱ وسله وال ووژل

هوايي ځواکونو د زابل په مېزانه ولسوالۍ کې د طالب وسله والو پټنځایونو په نښه کړي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ ویاند خواجه یحیا علوي وايي، دغه بریدونه نن سهار شوي او پر مهال یې اوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د علوي په خبره، د دغو بریدونو پر مهال د وسله والو څلور موټر سایکلونه او یو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي دي.

طالب وسله والو تر اوسه د دغې ادعا په اړه کوم غبرګونه نه دی ښودلی.




t