ننګرهار: ۳۶ طالب او داعش وسله وال سولې پروسې سره یوځای شول

ننګرهار: ۳۶ طالب او داعش وسله وال سولې پروسې سره یوځای شول

ننګرهار کې د ملي امنيت رياست په هلو ځلو ۳۶ تنه داعش او طالب وسله وال تسليم او خپلې وسلې يې پر ځمکه کېښودې.

د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ياد وسله وال د لړم په ۱۸مه د ننګرهار ملي امنيت رياست ته راغلي و او په تېرو کړنو يې پښېماني څرګنده کړه.

والي شاه محمود مياخېل وويل، په ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو له پراختيا سره دغه ولايت کې د وسله والو د تسليمېدو پروسه چټکه شوې ده، هغه زیاته کړه، تازه ۳۲ تنه داعش او ۴ تنه طالب وسله وال د ملي امنيت رياست په هلو ځلو تسليم شول.

د نوموړي په وینا تسلیم شویو کسانو په اچین،هسکه مینه، شیرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې له وړاندې تروریستي فعالیت کاوه چې اوس مهال یې په پخپلو تېرو کړنو پښېماني هم ښودلې.

د ننګرهار د ملي امنيت رييس ‌‌‌‌‌‌ډګر جنرال نظر علي واحدي وويل چې په يوځای شويو وسله والو کې يو پاکستانی او پاتې نور د ننګرهار، کونړ، فارياب، کندوز او يو شمېر نورو شمالي ولايتونو استوګن دي.

دی وايي، يادو وسله والو خپلې وسلې هم دولت ته تسليم کړې او دغه راز امنيتي ځواکونو تېره اوونۍ جلال اباد ښار کې د ځانمرګو بريدګرو دوه واسکټونه هم کشف او شن‌‌‌‌‌‌ډ کړي دي.

سرچینه وايي، تسليم شويو وسله والو ويل غلطو تبلغاتو وسله والو سره يو ځای کېدو ته هڅولي و خو کله چې يې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې کړنې وليدې نو د سولې پروسې سره يو ځای شول.



ننګرهار وسله والو تسلمیدل
t