همدا مهال له کمیسونه – سید خالد سادات

همدا مهال له کمیسونه – سید خالد سادات

نن د ټاکنو خپلواک کمیسون د اته نیم زره محلونو بیا شميرنې لړۍ پیل کړه. د رایو بیا ځلي شميرنې لپاره له مرکزه د هیواد څلوردیرش ولایتونو ته اړین وسایل د ناظرینو او مشاهدینو تر مخه ښکاره شول. پیل د کابل له دفتره دوه بجې وشو. د کميسون ننی اقدام د رایو پایلو اعلان ته لاره نوره هم لنډوي.

د ثبات او همګرایۍ ټیم چې د یو لک او اوه دیرش زره رایو په اړه له درملوګ کمپنۍ څخه وضاحت غوښتی وه، درملوګ شرکت یې په ځواب کې داسې لیکلي. the discrepancy of 137630 votes is not a fraud attempt. پدې مانا چې د دې رایو د تقلب لپاره هیڅ هڅه نده شوې. بله مهمه موضوع د یو لک او دوه زره رایو وه چې همګرایانو یې د ابطال غوښتنه کوله. دا پداسې حال کې ده چې د درملوګ شرکت او کمیسون پدې اړه د تردید او شک هيڅ کوم رسمي سند ندي خپور کړی، نو بنا د پورته رایو د باطلیدو غوښتنه هسې یوه بهانه او د هوا ګزول دي.

مونږ په ټوله کې کميسون ته اختیار او صلاحیت ورکړی، نور ټیمونه دې هم کميسون خپلو کارونو ته پریږدي او بې ځایه چیلکونه دې نه اچوي. په ظاهره ښکاري چې همګرایانو د رایو بیا شمیرنه کې خپل ناظرین له نظارته منع کړي، اما د قانون او حقوقي چوکاټ په اډانه کې هېڅ ډول ممانعت نه شي ایجادیدلی. هغه ټیم چې دوه ځلې پخوا مات شوی، نن بیا د دریم ځل ماتې پر کمر ولاړ دی.

که سياست کول غواړئ نو له بهانو او توطیو تیر شئ او ملي سیاست غوره کړئ، که نه شل ځل ودریږئ لکه تمبل محصل به بې اسنادو کور ته درومئ.

 



لیکنه ټاکنې کمیسیون
t