کوز کونړ: تیږو لاندې شوی جسد څلور ورځې وروسته راوویستل شو

کوز کونړ: تیږو لاندې شوی جسد څلور ورځې وروسته راوویستل شو

د کوز کونړ ولسوالۍ کوټې تاران سيمې د غر ښويدنې په پېښه کې تېږو لاندې شوي کریم الله جسد د څلورو ورځو هڅو وروسته وموندل شو .

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کامې پول ته څېرمه د کوټې تاران سیمې د غر ښویدنې په پېښه کې تیږو لاندې شوی جسد د څلورو سختو هڅو وروسته وموندل شو او د مسؤلینو له لورې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو .

سرچینه وايي، د یاد جسد د ویستلو پر مهال د غر د ښویدو لړۍ په دوامداره ډول جریان درلود او څومره چې تیږې لرې کېدې،هومره نور غر را ښویدو،خو د ننګرهار والي په مشرۍ د ادارې د هڅو په پایله کې نن مازیګر جسد وموندل شو او کورنۍ ته وسپارل شو.

والي شاه محمود میاخېل په رامنځته شوې پېښې د خواشینۍ څرګندولو سربېره د سیلاب قول اردو قوماندانۍ، د ولایت مرستیال، کوز کونړ ولسوال، جلال اباد ښاروال،پېښو پر وړاندې د چمتوالي او ټولګټو چارو ادارو او پولیسو څخه مننه وکړه چې په ګډه او په همغږۍ سره یې څو ورځې شپه او ورځ کار وکړ او نن د تیږو لاندې جسد پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپاره .

دیرش کلن کریم الله چې اصلاً د کونړ ولایت اوسیدونکی دی او اوس مهال د کوز کونړ په کچړې سیمه کې میشت وو،د مور او پلار یواځینی اولاد وو، خو د یادې پېښې د رامنځته کېدو وروسته ترې یوه میرمن او د یو او نهه کالونو ترمنځ ترې دوه زامن او دوه لوڼې یتیمانې پاتې شوې.



جسد کوز کونړ
t