قفس پلورنکی / لنډه کيسه

قفس پلورنکی / لنډه کيسه

ګل رحمن رحماني

په ښار کې د جمعه بازار د ګڼه ګوڼې یوه ګوښه د  رنګارنګ مرغانو او قفسونو پلور ته ځانګړې شوې وه، دلته به په اوونۍ کې یو ځل د کوترو، زرکانو، مړزانو، کنري، ګل سر او نورو ښکلو مرغانو بازار دومره توتېده چې پلورونکو او پېرونکو به یې د څو ساعتونو لپاره ټول سړک بند کړی و.

    یو ماسپښین زه هم تصادفا ډېر وختونه وروسته په همدې بازار ورپېښ شوم، د مرغانو چغ او چوغ، د پلورونکو غږونو او د ځینو کسانو په لاس کې نیولو قفسونو پام ځان ته ور واړوه، د خپل یوه کلیوال ملګري خبره را یاده شوه، هغه زما یو کار کړی و، په بدل کې یې رانه هر ځل د زرک قفس غوښته، تر احسان لاندې یې وم، نه مې ورته نه شو ویلای، همدا موقع مې مناسبه وګڼله، ور وګرځېدم، رنګارنګ قفسونه را ځړېدلي وو، لوی واړه، مکعب ډوله، مستطیل ډوله، د سیمانو، لښتو او رختي تارونو…

  په ور نږدې کېدو مې هټیوال را څک شول، اصلا هره هټۍ خپله یوه لوی، خو پرانېستي زندان ته ورته وه، په تنګ او ګوښه ځای کې جوړه وه، هر یوه  سلام راکاوه، مهرباني وکړه، څه خدمت…څه غواړې؟

  یوه ته مې وویل

دلته نو بې له قفسونو څه شته، خو قفس غواړم.

 په سترګو، د څه لپاره؟

د زرک لپاره

لوی دی که چرګوړی؟

لوی دی

شته، ته یې خوښ کړه.

   قېمتونه یې څو دي؟

     بس تر ډول او کیفیت پورې تړلې ده، له پینځو سوو نیولې تر دوه او دوه نیم زرو پورې رسېږي.

 څو قفسونه مې را اوچت کړل، سپک او درانه وو، رنګا رنګ لښتې په کې په بېلابېلو ډیزاینونو اوبدل شوې وې، نږدې پینځه قفسونه مې وکتل، نور مشتریان هم راتلل، خوښ مې نه شول، بلې هټۍ ته ورغلم، هلته مې هم کوم یو انتخاب نه کړ، په زړه مې نه وو، همداسې تر پینځم دوکان پورې لاړم، قفسونه مې کتل او بېرته مې اېښودل، چې تلم به هر دوکاندار به راته بد بد کتل، په دې کې نږدې لس پینځلس دقیقې ووتې، بېرته لومړي دوکان ته را وګرځېدم، غوښتل مې همغه لومړی خوښ کړی قفس واخلم، لا مې قفس نه و را اخیستی چې یوه کس مې پر اوږه لاس را کېښود او بیا یې پاس اشاره وکړه.

 هټیو ته مخامخ دویم منزل کې هوټل و، له کړکۍ نه یوه بوډا د ځان په لور  اشاره راته کوي او پاس مې ور غواړي، حیران شوم چې څوک دی او څه مې کوي؟ لار لنډه وه، په زینو ور وختم، ستړي مه شي مې ورسره وکړل، څنګ ته یې کېناستم، وچ کلک او توربخونه سپین ږیری و، اوږدو تسبو او اوږدو سپینې ږیرې یې خوند راکړ، یوه کوچنۍ پیاله  یې له تور چي راته ډکه کړه او په اوږده یې لاس را کېښود.

   -لکه سې قفس اخلې؟

   – هو

  –  د ځان لپاره؟

   – نه، د زرک لپاره

     ویې خندل

  – نه، نه د ځان لپاره یې اخلې، پوه شوم.

    – نه، یوه کلیوال مې راڅخه غوښتی، خو ته څه پوه شوې؟

بوډا وخندل،  د پاس ژامې اوږدو غاښونو یې لاندینۍ شونډه تخته کړه، خو بېرته جدي شو.

 ما له اوله څارلې بچیه، لکه چې قفس دې خوښ نه شو او نه ورباندې پوهېږې؟

 نه، خوښ مې کړ، اوس مې اخیسته چې تا غږ راباندې وکړ

– همغه چې لاس دې ورباندې اېښی و؟

-هو

-خو سم انتخاب دې نه و کړی، هغه ددې دوکان تر ټولو خراب قفس و؟

-ولې؟

– څه یې کوې، لښتو او کمانونو یې پوره اوبه نه وې خوړلې، هم یې د ماتېدو امکان زیات و او هم یې د زرک ماښوکې او وزرونو ته زیان رساوه.

 – رښتیا، ته له کومه پوه شوې؟

   -هی بچو، زه چې په ښه او بده پوهېدلی یم او رزق ګټل را تر غاړې شوي، نو همدا مې کار و، ما به هم قفسونه جوړول او هم به مې پلورل، یوه پښه مې کور، باغچو او ځنګلونو کې وه، بله به دلته د مرغانو پلوربازار کې، خو زه د دوی غوندې مفت خور قفس پلورونکی نه وم، هر څه مې په خپلو ګوتو جوړول او په خپله مې پلورل.

خبرې یې راته جالبې وې، ترې ومې پوښتل

 -بیا به دې ښې ډېرې پیسې هم پیدا کړې وي؟

   د کړکۍ څنډه کې لمر ته پروت نم وهلی لسګون یې جیب ته کړ او پرته له دې چې ماته وګوري، په خبرو شو

  –  نه زویه! پیسې له کومه شوې، هسې د روزګار مخته وړل و، کومې پیسې چې په ظلم او ازار تر لاسه کېږي، له څښتن سره یې نه پاتې کېږي، بېرته په خپله خرابه مخه ځه، ما هم ډېرې پیسې پیدا کړې، کله کله به د پیسو باران و، خو بېرته به لکه د باران روانې ورکې شوې، ته همدا اوس هم دې بازار کې د کریم کوکباز پوښتنه کولای شې، ټول به درته ووايي چې خپله ځوانۍ کې زموږ یو بې تاجه پاچا و، خو اوس د خپلې ملنګۍ په نړۍ کې ورک دی او په خپل مسلک له لانت ( لعنت) ویلو پرته بل کار نه لري.

  -بیا دې ولې خپل کار پرېښود؟

– ما پرېنښود، کار پرېښودم، کله چې د لاسونو لزړه را ولوېده او ازار ووهلم، بیا نو نه د قفس جوړولو او چاکو چلولو توان را په کې و او نه هم د مرغانو شوق راته چندان شی ښکارېده، له ټولې نړۍ مې زړه تور شو، هره ورځ به مې تنګۍ څانګې او مرغان په خوب لیدل چې چیغې به یې راپسې وهلې، له څانګو به وینې روانې وې، ازادي به یې غوښتله او له قفسونو به د بندې مرغانو پنجې دومره را اوږدې شوې چې په اسمان کې به هم نه ترې خلاصېدم، په کور کې به ټول راپورې را ټول شول چې څه خبره ده، څه درباندې وشول؟

 -دا خو عجیبه ده، نو اوس څنګه دلته راغلې یې؟

– بچیه! میاشت نیمه کې چې بازار ته راشم، دلته د  خپل پخواني ملګري خلیفه قاسم هوټل کې یوه پیاله چای څښم، هغه وینم  او په همدې بهانه بیا هم د مرغانو بازار له سترګو تېروم، د ځوانۍ او لېونتوب وختونه را یادېږي چې څومره ساده وم او د څومره مرغانو ازار مې اخیستی و، ددې بې ژبې مخلوق له لاسه مې ډېرې ناکردې ولیدې، دوه زامن مې ګونګي دي او مشر مې ترکیه کې له کلونو راهیسې په کوم جرم بندي دی…

 غلی شو او بیایې زما زنې ته لاس را اوږد کړ

– ځوانه! ګلالی انسان یې، دا توصیه مې ومنه، له دې شوقه لاس په سر شه، ښه عاقبت نه لري.

د مهربانۍ او مینې تر احسان لاندې یې راغلم، غوښتل مې سپیناوی ورته وکړم، خو هغه بیا د خبرو وار واخیست.

– دا دنیا چې څومره لویه ده، همدومره ډېر شوقونه او مسلکونه هم په کې دي، هېڅوک هم مه ازاروه، هېڅ ژوندی ژوی باید زموږ د ساعتېرۍ او بوختیا وسیله نه شي، پرېږده چې هر څوک په خپل ډول ژوند وکړي، ځانته یو ښه مسلک غوره کړه.

ورته ومې ویل

-زه ددې شیانو شوقي نه یم، یوه کلیوال مې راڅخه قفس غوښتی و، هغه ته مې اخیسته، ځکه په څو دکانونو وګرځېدم، که پوهېدای نو له واره به مې یو اصل او مناسب قفس ورته اخیستی و او په خپله مخه به تلم.

-پوه شوم چې ډېر سرګردانه یې، ما څارلې، اوس دې هم نه را ګرځوم، هسې یو ناڅيزه شی ورته واخله، که زرک یې مات کړلی شي او ترې وتښتي، نو ستا ثواب به وي، خو بل ځل دا کار مه کوه.

– ښه کاکا اوس څه کاروبار کوې؟

خپلې سپینې ږېرې ته یې لاس کړ

– زه نو اوس د څه کار یم؟ له هر څه پاتې یم، د خپلو تېروتنو د جبران اوښکې تویوم، زه نو څه یم چې کاروبار به وکړم، کاروبار خو په مهارت او پوهه کېږي، کومه ده زما پوهه او مهارت؟ شکر چې په خپل وروستي عمر کې له څو عالمانو او عارفانو سره ناسته پاسته را په برخه شوه، سترګې مې وغړېدې، ته پوهېږې ځوانه! زه اوس خپله یوه مرغه ته ورته یم او دا دنیا راته د یوه لوی قفس په څېر ده چې زه په کې بندي یم.

   هغه لا خپلې عجیبه خبرې کولې چې په دې وخت کې یو بل د پاخه عمر خاوند زموږ خواته راغی او په خندانه خوله یې را غږ کړ

اکا چای در تازه کړم  که حرکت کوو له خیره؟

  بوډا ورته موسک او خوشحاله شو، ځواب یې ورکړ

    ځو خلیقه قاسمه،  صوفي صاحب به انتظار وي، هسې مې دې ځوان ته  د خپل تېر ژوند یو څو کیسې وکړې، ډېر ښه انسان دی…

    د مخامخ لرګینې کړکۍ په منځ کې له غځېدلي سیخ یې کمزورې ګوتې  را تاو کړې، زور یې ورکړ او بیا یې اسمان ته وکتل

   دا دنیا یوه لوی قفس ته ورته ده او موږ هغه بندیان یوو چې په ځان پسې مو  خپله ددې قفس دروازې را بندې کړې دي.

   نور غلی شو، یو لاس یې خلیقه قاسم ته ورکړ، بل یې زما په اوږه تکیه کړ او اوچت شو. همدا وخت مې لاندې قفس پلورونکي ته پام شو چې له خپلو څو ملګرو مشتريانو سره یې په روغبړ کې په کومه خبره خوله له خندا وازه پاتې وه.

۱۳۹۸، د لړم ۱۴مه




t