بابري جومات

بابري جومات

د هندوستان سترې محکمې پرون پريکړه وکړه چې د بابري جومات ساحه د هندوانو ده او کولای شي خپل معبد يا مندر پکې جوړ کړي.

اصلي موضوع دا ده چې بابري جومات د هند د ايوديا په ښار کې چې د اتراپرديش آيالت اړوند سيمه ده په ۱۵۲۸ کال کې د ميرباقي په نوم مغل جنرال لخوا جوړ شوی و او د هغه وخت د امپراطور بابرشاه نوم يې ورکړی و. هندوان ادعا لري چې دلته مخکې د هندوانو معبد و او وايي په همدې ځای کې د هندوانو له خدايانو څخه يو چې “رام” نوميږي زيږيدلی دی. دوی وايي مسلمانانو هغه وخت دا معبد ړنګ کړی او جومات يې ورباندې جوړ کړی دی، خو له تاريخي پلوه داسې کوم سند نشته چې د دوی ادعا ثابته کړي.

سره له دې چې په دې اړه لانجه له مخکې راروانه وه، خو د ۱۹۹۲ کال د دسمبر د مياشتې په شپږمه نيټه هندو مذهبي او نشنلستي ډلو چې د مودي اوسنی حاکم ګوند BJP او ويشوا هندو پرشاد په نامه ډلې يې په رأس کې وې، ۱۵۰۰۰۰ کسان سيمې ته د مظاهرې لپاره راټول کړل. مظاهره قصداً په تاوتريخوالي بدله شوه او پر جومات يې بريد وکړ او جومات يې ونړاوه او له منځه يې يوړ. دغه کار د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ د لويو شخړو لامل شو چې په پايله کې يې تر ۲۰۰۰ زيات خلک چې اکثريت مسلمانان وو ووژل شول.

بيا د هند حکومت وتوانيد چې شخړې پای ته ورسوي او موضوع يې محکمې ته وړاندې کړه.

د بابري جومات ړنګيدو په نړۍ که هم غبرګونونه راوپارول، پاکستان کې مظاهرې وشوې، پر هندوانو او سيکانو د نړۍ په هرګوټ کې حملې وشوې، بنګله ديش کې د هندوانو مندرونه ړنګ کړل شو او د هندوستان او بنګله ديش ترمنځ د کرکټ يوه سيالي لغوه شوه، دخليج د همغږۍ شورا، سعودي عربستان او د ايران مذهبي مشر آيت الله علي خامنايي دا عمل وغندلو او د اسلام ضد يې وباله. افغانستان هم دا کار وغندلو او په جلال آباد کې د هندوانو په درمسال بريدونه هم وشول. تقريباً ۲۷ کاله دا سيمه همداسې پرته وه نه جومات بيرته جوړ شوی و او نه د هندوانو معبد.دا ځل به هم وغندل شي خو غبرګون به دومره شديد ځکه نه وي چې مسلمانان په خپلو منځونو کې په ستونزو اخته دي.

اوس چې د مودي هندو نشنلست حکومت بهارتيا جانتا ګوند حاکم دی او دا ګوند په ګجرات سيمه کې د مسلمانانو په عامه وژنه کې هم دخيل و، مسلمانانو ضد اجنډا مخکې وړي. د مسلمانو پر ضد د تاريخي فلمونو جوړول هم د دغه لړۍ يوه کړۍ کيدلای شي.

اوس چې محکمې د جومات سيمه هندوانو ته ورکړه، پاکستان نه يوازې چې غبرګون ونه ښود، پرون يې په لاهور کې د کارتارپور سيمه چې د سيکهانو معبدونه پکې دي، پرانيستله چې له ويزې پرته به ورته هندي وګړي راتلای شي. عمران خان هم پکې د سيکهانو پګړۍ تړلې وه اورته استقبال کې ناست و. خو برخلاف بيا د پښتنو مسلمانانو ترمنځ اغزن مزي او کټارې جوړوي.

منافقت او د ايمان کمزوري هم حد لري.

زیرک یوسفي



بابري جومات زیرک کلتور
t