بله ډيوه – مصطفی سالک

بله ډيوه – مصطفی سالک

******
زما جانانه! هغه مهال چې تنكي ماشومان په زانګو كې زانګي، ته يې پر تندي ستورى شې او د ځوانې شوخې مور په څېر يې د نظر له نازكز لاسونو وښويږې ويې ژړوې ويې خندوې او د لومړي ځل لپاره د قرب او هجر مرموز احساس وركړې.

هغه وخت چې د صحرا لاله لكه د شهيدانو زړونه ستا د لطيف وجود د ښكلولو په هيله د تمنا تږي كچلولونه وګرځي، د سمندر سيپۍ لكه بې اولاده مېرمنې د څپو د پاسه د تخليف په شوق كې د بې تابۍ رقص پېل كړي.
او هغه وخت چې د كوهسار د وچې چينې پر غاړه د سندرمارو زركو پر ژبو د نغمو فصل د نابودۍ سره مخامخ شي، ته یې د زړونو اواز واورې په لوى غرور را روان شې فلك دې د نيلي د زرينو نالونو په ګرد او غبار كې پټ شي، د نور مترو كې دې د صحرا اسونه په شڼا راولي، لكه د رحمت شيبه په ګلونو او اغزيو و وريږې او د زركو نيم ژواندو نغمو ته د سر او تال اهنګ وركړې. ستا بركت وي چې جل وهلي لاله لكه د نظر په ځلا مست شهيدان د هوسيو په سترګو كې لاهوتي رقص پيل كړي.

هغه مهال چې د كلي والو ماشومانو پټ پټوني نيمګړي پاتې شي او د الوتكو شور يې لكه بازانو ويرولي مرغان د ميندو په غېږو كې پټ كړي، ته خبر شې او لكه د سپينو زاڼو لړ زموږ د افق غاړې ته پسول وګرځې او يو ځل بيا د بې نوا ماشومانو په زړونو كې د كټوري لوبه ژوندۍ كړې.

هغه مهال چې انساني حواس، د شپې په تيارو كې د عرفان رڼا وبايلي عادي كاڼي او لعلونه يو راز شي. شبنم د ګل په غېږه كې تنګ شي او مېوې د محبوبو دشونډو شيدا وګرځي، ته د ورېځو سينه وڅيرې او تياره جهان ته د نور ډالۍ راوړې، ته هر چاته جدا ښايست او بېل وجود يې. خو زه دې د خپل زړه د فانوس دننه بې حجابه جلوه ګورم.
******



ادب ډیوه
t