عبدالله عبدالله ته د امرالله صالح ځواب

عبدالله عبدالله ته د امرالله صالح ځواب

اول: ډاکټر عبدالله په ټولو دولتي او ټاکنیزو کمېسیونونو مقرریو کې مستقیم حضور او نقش درلود، که اوس دا کمېسیونونه بې کفایته وي، نو په دې بې کفایتۍ کې د اجرایه ریاست نقش څه دی؟ د اوږو سپکولو اسانه طریقه خیالي مخالفت دی چې نن یې عبدالله کوي.
دویم: دوی تور دا دی چې ګنې دولت ساز ټيم خلک په زور جلب کړي دي، دا اتهام داسې دی چې لکه خپله اینه کې چې بل څوک ګورې، زه لسګونه مثالونه لرم چې د اجرایه ریاست له لوري ګمارل شوي کسانو ولایتونو کې نه یواځې دا چې خلک نورو ته د رای په نه ورکړه ګواښلي، بلکې ټولې ولایتي دستګاوې یې خدمت کې وې، د دولت ساز ټیم دوه کمپاینران یې کوهدامن کې ووژل او موږ په حوصلې دا قضیه تعقبوو.
درېیم: مهرباني وکړئ، وښایاست چې د لوړپوړو چارواکو، لومړی، دویم، دریم او حتا څلورمه ګټه ګورۍ کې چې د دولت ساز مخالف ټیمونه یې ګواښلي وي، او دا کسان د اشرف غني وي. کوم یو؟ اسدالله خالد شخصیت مقاومت است، مسعود اندرابي ستاسو د نظر وړ شخص دی، ضیاء سراج د دې سیستم د ودې تولید دی او د کاپيسا ولایت دی چې له اشرف غني سره هیڅ حزبي، قومي او تاریخي اړیکه نه لري. په همدې اداره کې دویم نفر ستاسو دی، ایا بهتره نه ده چې نوم یې واخلئ چې کوم کس خلک ګواښلي چې خلک پوه شي؟ تاسو چې د نیم حکومت دعوه دار یې، هر ډول مالوماتو ته لاس رسی لرئ، نو ولې د بې باوره خلکو نوم نه اخلئ، په خلکو باور وکړه او په ډاګه یې نوم واخله چې چا څوک ګواښلي دي.
څلورم: د ټاکنو کمېسیون د ټولو کاندیدانو په خوښه ګمارل شوی، دا ډول ولسواکي ما د نړۍ هیڅ برخه کې نه ده لیدلي چې د کمېسیون غړي دې او احزابو او کاندیدانو له لوري وګمارل شي. څومره چې غني په دې ګمارنو کې لاس درلود، تاسو او نورو معترضینو ۱۶ برابره زیات نقش درلود.
پنځم: تر هغې چې د امریکا ولسمشر له طالبانو سره خبرې نه وې قطعه کړې، تاسو په ټاکنو باور نه درلود، او ټولو پلویانو مو وضعیت د اساسي قانون خلاف یادو، هغه څوک چې د خلکو د عزت او د جمهوریت او ولسواکۍ د بقا لپاره ولاړ و، موږ و، په ډاګه ودریدواو هر ډول کلک او نرم خطر مو ومنه او افتخار پرې هم کوو.
شپږم: تاسو وایي چې موږ د ټاکنو کمېسیون کار ته احترام لرو، په دې شرط چې ستاسو د ډلې او شخص فرمایشات ومني، ایا د خلکو حق همدا دی، جناب ډاکټر صاحب،تاسو د خوست، فرنګ او ګذرګاه له خلکو سره اړیکې لرئ، یو ځل ترې پوښتنه وکړه چې چاته یې رای ورکړې. تاسو له پنځه کلن ملګري حاجي سنګین پوښتنه وکړئ چې ستاسو مهم کمپاینر و چې خلکو چا ته رای ورکړې او ولې؟
اووم: فاریاب، جوزجان، غور، پنجشېر او څو نورو ولایتونو چارواکي له کوم ادرس ګمارل شوي دي، ستاسو د شفافیت او نه شفافیت داستان د معاملې په کوم ځای کې قرار لري، د تخار اداره د چا په واک کې ده؟ د غور والي چا مقرر کړی؟ ایا راپور لرئ چې غور کې خلکو دولت ساز ته رای ورکړې؟ یو شمېر ولایتونو چې دولت ساز ته رای ورکړې، په دې خاطر یې یادوونه کووم چې واضح شي چې دا کال ۲۰۱۴م نه دی. ایا خبر یې چې د کابل ۱۷مه ناحیه ستا د پاتې کیدو اساسي ځای دی په دې ټاکنو کې دولت ساز ته رای ورکړې. که د ګټې او ناکامۍ معیار د قومي مشرانو لست وي، نو بسم الله کړه، چې خپل لستونه سره مقایسه کړو چې تاسو سره مشران ډير و، که موږ سره.
اتم: ستاسو د یو نماینده عکس مې له ښاغلي حکمتیار سره ولید، دوه شیانو مې توجه جلب کړه، یو دا چې ستاسو د ټیم لومړي مرستیال د یو یاداشت لیکونکي په حیث تشریف درلود او د ناظرینو مشر مو د لومړي کس په حیث مذاکره کوله، دا ستا په ټکټ کې د نظم یوه وړه بیلګه ده، هغه وخت مې ټکان وخوړل چې تاسو د اوسني وضعیت حل لار له حکمتیار سره ایتلاف کې لیدله، ضرورت نشته چې تر دې زیاته تبصره وکړم.
نهم: په کراتو کراتو دې تکرار کړه چې ستاسو د سیاست سوژه قومي، سمتي او زباني نه ده، ایا باور لرې؟ ایا خبر یې چې ستا د ټیم فکر سازه حلقه له سهاره تر ماښامه په قومی او سمتي تفرقو باندې بوخته ده، او ستا ځینې کلیدي کسان په ډاګه وایي چې نه په افغانستان باور لري او نه په ملي یووالي.
لسم: زه چې د ټاکنو کمېسیون له هیڅ کمپیوټر مالومات نه لرم، نه پوهیږم چې د رایو بیا شمېرنه کې څه کیږي، واقعا نه پوهیږم. د ماتې سیګنال تاسو ته له کوم ځای رسیږي.
یوولسم: پرته له استثنا تاسو د تدارکاتو په ټولو جلسو کې حضور لرئ، زه د کورنیو چارو وزارت له تجربې وایم، اشرف غني له کوم شرکت باج اخیستی؟ ولې یې په ډاګه نه وایي، خلک څه پوه شي چې ستاسو له مبهمو تورونو هدف څه دی، زه هیڅ سند هم نه لرم چې ګنې تاسو دې له کوم شرکت څه اخیستي وي، مګر هغه وزیران چې تاسو مقرر کړي له لوری شرکتونو سره یې ملګرتیا د څه شي ده؟ که اړتیا مو درلودله، حاضر یم جزیات درکړم.
دولسم: که بریالی شوې، د یوه ګیډۍ ګلانو سره به درشم، که اجازه مو را نه کړه، ستاسو د درګاه مخې ته به د ګلو یوه ګیډۍ پریږدم، او که موږ بریالي شول، تاسو له قدرت لاس واخلئ.
دیارلسم: هر کس د خبرو خپل ډول او کردار لري، نن ستاسو یوه نیوکه دا ده چې ولې اشرف غني له خدای مننه او شکر کوي، مګر تاسو په دې کې څه مشکل لرئ چې خلک په څه ډول د خدای شکر ادا کوي او مننه ترې کوي.
څوارلسم: نن هم یو فرصت لرې چې د بریدکوونکو الفاظو پر ځای زموږ برنامې نقد کړې، وایي د دولت ساز برنامې خیالي دي، شاید!. مګر څومره به ښه وي چې یو څوک خیالي برنامه باندې ژوند وکړي او یو څوک هیڅ برنامه و نه لري، که زموږ برنامې خیالي هم وي، بیا هم د وطن جوړونې لپاره راته شیرینې دي.
پنځلسم: ویل به دې چې د خلکو له ادرسه خلک د هیچا په انحصار کې نه دي، خلک په مختلفو ټیمونو کې دي، هره ډله د خپلې برنامې سره خلک له ځان سره لري، خلکو رای ورکړه، د رایو د شمېرلو مسوولیت کمېسیون لري، هغه کمېسیون چې په ګمارنه کې یې تاسو هره ثانیه حضور درلود، نو په خپلو خبرو دې بیا کتنه وکړه، کنه د ګاونډي الو همیشه ترشه وی.




t