د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې ته نوي غړي ورزيات شو

د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې ته نوي غړي ورزيات شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټه، چې مخکې يې درې غړي درلودل اوس يې غړي پنځوو ته زيات شو.

په دغه لړ کې رييس احمدزی، دولت احمدزی او قيام کاکړ د غوراوي کمېټې نوي غړي شول، همدا راز د پخوانيو غړو له برخې بيا مجاهد ځدراڼ د غوراوي کمېټې څخه ليرې شو. همدا راز د غوراي کمېټې په غړيو کې باچا حسېن او انډي مولز هم دي، چې انډي مولز د غوراوي کمېټې مشرتوب هم په غاړه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي وويل، چې غوراوي کمېټه همېشه بايد بې پرې او خپلواکه وي، د همدې لپاره درې نوي غړي دغه کمېټې ته معرفي شول، تر څو د نورو لوبډلو پر وړاندې د ملي لوبډلې د سياليو لپاره هغه لوبغاړي غوره کړي چې افغان لوبډله بريا ته ورسوي.

نوموړي همدا راز يو ځل بيا پر لوبغاړو غږ وکړ، چې بايد پر خپل تکړښت، وړتيا، فټنس او د کرکټ لوبې پر ټولو اصولو ځان برابر کړي. نوموړي همدا راز د غوراوي کمېټې له نوو غړيو څخه هيله وکړه چې خپله خپلواکي دې وساتي او د لوبډلو لپاره دې لوبغاړي په وړتيا انتخاب کړي.

د يادولو ده چې دولت احمدزی او ريیس احمدزی د ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د غوراوي کمېټې مشران هم پاتې شوي دي او قيام کاکړ د افغانستان د الف لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د روزونکي په توګه کلونه تجربه لري.




t