د نورګل شفق څلور ګتابونه چاپ شول

د نورګل شفق څلور ګتابونه چاپ شول

د ځوان ليکوال او خبريال نورګل شفق څلور کتابونه تازه چاپ شوي دي. نوموړی وايي، دا کتابونه يې د ماشومانو لپاره ليکلي دي.

هغه د خپلو تازه کتابونو په تړاو ليکلي:

دغه کتابونه د ماشومانو او زلمکیو لپاره لیکل شوي. انځوریزې کیسې پکې دي چې دوی ته د چاپېریال ساتلو چل، د ترافیکي قوانینو په پام کې د نیولو ګټې او ځینې ټولنیز اداب ورښیي. کابل ښاروالۍ چاپ کړل او راته ویل شوي چې د پوهنې او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو په مرسته یې کابل ښاروالي د افغانستان د بېلا بېلو ولایتونو په ښوونځیو کې له ځینو نورو کتابونو سره په ګډه وړیا ویشي. د خرڅلاو لپاره نه دي. هر کتاب په پښتو او دري دواړو ژبو دی.

نور ګل شفق وايي:

ما د ژورنالېزم په ډګر کې د کار پېل ماشومانو ته له ډرامو لیکلو وکړ، بیا ترې لرې شوم. له خبریالۍ سره په سختۍ لیکوالي او شاعري کېږي او د خبریالۍ کار د هوا څپې خوري او له ځانه سره یې وړي. خو دغو کتابونو ته ډېر خوشاله یم چې یو څه خو مې وکړل چې خوندي به وي او یادېږي به.



ماشوم ادبيات
t