تري جي ښوونيز مرکز ۷۵ ماشومان وروزل

تري جي ښوونيز مرکز  ۷۵ ماشومان وروزل

د یکشنبې په ورځ تري‌جي ښوونیز مرکز خپل دریمه دوره فارغینو ته چي ۷۵ تنه یې د انګلیسي، ۳۵ تنه یې د کمپیوټر او ۲۵ تنه یې د وړکتون څخه فارغ سوي وه فراغت غونډه جوړه کړې وه، چي پکښي د ولایت مقام د بشري سرچینو د رئیس جاوید الله سلطاني تر څنک د پوهني ریاست استازي او یو شمیر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.

د غونډي په پیل کي د ولایت مقام د بشري سرچینو رئيس جاویدالله سلطاني فارغینو ته مبارکۍ ورکړه او د یاد مرکز مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چي د ځوان نسل د ښووني او روزني لپاره هڅي کوي.

ښاغلي سلطاني وویل، ولایتي اداره د تعلیمي برخي د پياوړتیا ترڅنګ په دې برخه کي د ټولو هغو خصوصي مراکزو هڅي ستایي، چي د تعلیمي‌ودي او ماشومانو د روزني لپاره ولایتي ادارې سره اوږه په اوږه کار کوي.

د ولایت مقام د بشري سرچینو رئيس د پوهني په برخه کي د ولایتي ادارې د اصلاحي اقداماتو یادونه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ، چي دولتي او خصوصي سکتور به په ګډه د پوهني د پیاوړتیا په برخه کي هڅي کوي.

په ورته وخت کب د تري‌جي ښوونیز مرکز مسؤل فرید احمد راشیدي د خپلو خبرو پر مهال د پوهني په برخه کي د ولایتي ادارې همکاري وستایله او ډاډ یې څرګند کړ، چي مرکز یې د نویو معلوماتو، ټکنالوژۍ او انګلیسي ژبي په مرسته هڅه کوي، څو ځوان نسل د تعلیم په ګاڼه سمبال او د نورو سره یې سیال کړي.

د پروګرام په پای کي ورغلو مسؤلینو ممتازو زده کوونکو ته ستاینلیکونه او فارغو زده‌کوونکو ته د فراغت سندونه ورکړل.




t