سلمان د (دبنګ ۳) فلم څه د پاکستاني سندرغاړی سندره ویستل

سلمان د (دبنګ ۳) فلم څه د پاکستاني سندرغاړی سندره ویستل

د تیر په دوام د بالیووډ نوموتی او مشهور فلمي ستوری سلمان خان د خپل نوي فلم (دبنګ ۳) څخه هم د پاکستاني نوموتی سندرغاړی راحت فتح علی خان سندره ویستل. له دې مخکي هم نوموړی د خپل تیر فلم څخه د بل نوموتی پاکستاني سندرغاړی اطیف اسلم سندره ویستلې وه. د سلمان خان د دې اقدام لامل د پاکستان او هند ترینګلي اړیکي بلل سوي دي.

د هندي رسنۍ اې ټایمز د راپور له مخي، راحت فتح علی خان د سلمان خان د نوي را راوان فلم (دبنګ ٣) لپاره يوه سندره مخکي ثبت کړې وه، خو سلمان خان د پاکستان او هند ترمنځ د سياسي اړيکو د ترینګلتیا له امله د راحت فتح علی خان سندره له خپل فلم نه ويستې ده او غواړي چي په بل سندرغاړی يې ثبت کړي.

د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي اړیکو د ترینګلتیا وروسته هندي سېنما بالیوو‌ډ پرېکړه کړې وه، چي د بالیووډ هیڅ کوم سېنمايي ستوری به د پاکستاني سندرغاړو، ممثلینو او نورو د سېنما د برخي د اړوند کارکوونکو سره کار نه کوي او نه به هم په خپلو فلمونو کي برخه ورکوي. راحت فتح علی خان د سلمان خان د (دبنګ) او (دبنګ ٢) فلمونو لپاره هم سندري ثبت کړې وې، چي هغه سندري خلکو ډېرې خوښي کړي او زياتې مشهوري سوي.

سلمان خان د راحت فتح علی خان پر ځاي جاوید علی خان سندره قبوله کړه

د سلمان خان په لومړي فلم (دبنګ) کي راحت فتح علي خان د (تيرى مست مست دو نين) او په دوهمه برخه کي بيا (نينا بړى دغا باز رى) ویلي وي، خو په (دبنګ ٣) فلم کي بيا د (نينا لړى) په نوم سندره ثبت سوې وه، چي دا سندره د راحت فتح علي خان پر ځاى جاوېد علی ويلې ده.

د سلمان خان (دبنګ ٣) فلم لارښود يا ډايريکټر دا ځل پربوديوا دی، همدا راز د سلمان خان تر څنګ په کي سوناکشي سینها، ارباز خان په کي رول لوبولي دي او همداراز سوديپ او سايي منجريکر په کي په لومړی ځل په دغه فلم کي کار کړي. دا فلم به د ٢٠١٩ کال د دیسمبر په ٢٠ مه نېټه نندارې ته وړاندې سي.



بالیووډ فلمي نړۍ پاکستاني سندرغاړی
t