ننګرهار: ۸ میاشتو کې د ۲۳۰ قراردادونو ارزونه کې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې

ننګرهار: ۸ میاشتو کې د ۲۳۰ قراردادونو ارزونه کې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې

د ننګرهار تداراکاتو کمیټې له لورې په تېرو ۸ میاشتو کې د ۲۳۰ قراردادونو په ارزونه کې څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې ده .

د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ د والي شاه محمود میاخېل په مشرۍ د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې په مالي او اداري برخه کې د ولایت مرستیال د مالوماتو له مخې په تېرو ۸ میاشتو کې د تدارکاتو کمیټې له لورې د ۲۳۰ قراردادونو ارزونه شوې چې په کې څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې ده .

یاده غونډه چې د لړم په شلمه ولایت مقام کې ترسره شوه، پر مهال یې ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې ولایت کې په راکړه ورکړه کې د افغانیو رواجولو په اړه د مسؤلینو له لورې د نظریاتو شریکولو او په اړه یې د لازم اقداماتو لارښوونه وکړه .

هغه همدا راز په دې ولایت کې د تدارکاتو په پروسې پر ګړندیتوب او شفافیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:

«داسې مالومات ورسره شریک شوي چې د قراردادونو پر مهال ځینې کسانو ته شرط پاڼې نه ورکول کیږي او ځینو ته بیا د اعلان له نیټې هم وروسته ورکول کیږي چې دا چاره په هیڅ صورت ورته د زغم او منلو وړ نده.»

والي د ټولو ادارو مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د مالي کال بوديجه په شفاف ډول په لګښت ورسوي او د ولایت مستوفي ته يې لارښوونه وکړه، چې هره پنجشنبه د ګمرک عوايدو راپور ولایت مقام سره شريک کړي تر څو يې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولیږي.

سرچینه وايي، د ولايت مستوفي ګل افضل نادري وويل:

«مالي کال په ختميدو دی او له ټولو ادارو يې وغوښتل، چې د خپلو حوالو مراحل طی کړي او ډاډ يې ورکړ چې د هیچا حوالې به پاتې نشي؛ ځکه دوی له وړاندې ټولو حوالو لپاره پلان جوړ کړی دی.»

په ورخت وخت کې د تدارکاتو کمیټې په استازیتوب د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند د ارزونې کمیټې د اته میاشتو راپور شریک کړ چې له مخې په یاده موده کې په ساختماني،لوجستیکي،کورونو،هټیو،منډویو،موټرو کرایې او یو شمیر نورو برخو کې د ۲۳۰ قراردادونو ارزونه شوې چې په کې ۱۶ میلیونه افغانۍ سپما شوې ده او ۴۰ نورې ارزونې هم لري چې په کې به میلیونونه افغانۍ نوره سمپا هم ترسره شي .

هغه زیاته کړه:

«اوس د پروژو د قراردادونو اعلانات د ننګرهار ورځپاڼې ترڅنګ ولایت مقام رسنیو دفتر فیسبوک او ویب سایټ او راډیو تلویزیون له لارې ترسره کیږي چې د قراردادونو لپاره د پخوا په توپیر تر دیرشو غوښتنلیکونه ورکول کیږي.»

د ولایت په اداري مجلس غونډه کې پر یو شمیر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې اترې او لازمې سپارښتنې وشوې .



تدارکات سپما ننګرهار
t