د نفتي موادو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمېټه TC-6تاریخچه!

د نفتي موادو د سټنډرډونو د تدوین تخنیکي کمېټه TC-6تاریخچه!

د نفتي موادو د سټنډرډونو د تدوین کمېټه په (۱۳۸۷هـ ش) کال د سټنډرډونو د تدوین او ساختماني ملي کوډونو د ریاست په چوکاټ کې ایجاد او د کمېټې په لومړۍ غونډه کې چې د (۲۲/۵/۱۳۸۸) نېټه ترسره شوه، د پټرولو، ډيزلو او خاورې تېلو د سټنډرډ مسوده د جبري سټنډرډونو په توګه تصویب شوه. همدارنګه د فرعي تخنیکي کمېټه (د لېږدوونکو وسایطو د ماشین ګازي کول) هم د همدې کمېټې تر اغېز لاندې په (۱۰/۸/۱۳۹۳) نېټه په فعالیت پیل وکړ. دې کمېټې د خپل فعالیت له پیل څخه تر دې مهاله (۱۴۱) سټنډرډونه تدوین چې وروسته د سټنډرډ عالي شورا تر تصویب وروسته د ملي سټنډرډونو په توګه منظور شول.
ټولیز فعالیتونه
• د سټنډرډ عالي شورا له لوري د (۱۴۱) ملي سټنډرډونو تصویب
• له تخنیکي کمېټې څخه د نفتي موادو (۲۵۷) ملي سټنډرډونو تدوین او نهايي کول
• د شرکتونو/ په لېږدوونکو وسایطو کې د ګازي سېسټم د ځای پر ځای کولو ورکشاپونو د تخنیکي ارزونې لایحې تدوین او ترتیب
• د (LPG) په ګاز سره د لېږدوونکو وسایطو د ګازي کولو د دستورالعمل د مسودې تدوین او ترتیب
• د لېږدوونکو وسایطو د ماشین د ګازي سېسټم د ځای پر ځای کولو د پرزو د تورید کوونکو شرکتونو د فعالیت د ارزونې د چک لسټونو تدوین او ترتیب
• د (LPG) په ګاز سره د لېږدوونکو وسایطو د ماشین د ثبت کتابچې د لاک بوک تدوین او ترتیب
• د (LPG) په ګاز سره د لېږدوونکو وسایطو د ماشین د ګازي سېسټم د لارښود کتابچې تدوین او ترتیب
• د (LPG) په ګاز سره د لېږدوونکو وسایطو د ماشین د مصرف کوونکي د پېژندکارټ د نمونې تدوین او ترتیب

مرستندویه بنسټونه
• د کابل پولتخنیک پوهنتون د رييس په توګه
• د افغانستان د علومو اکاډمي د غړي په توګه
• د نفتو او ګازو د تنظیم اداره د غړي په توګه
• د کانونو او پطرولیم وزارت د غړي په توګه
• د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د غړي په توګه
• د چاپېریال ساتنې ملي اداره د غړي په توګه
• د سوداګرۍ او صنایعو خونه د غړي په توګه
• د سټنډرډ ملي اداره د سکرټر په توګه

د تخنیکي کمېټې ټولیزې دندې
• د اړتیا وړ سټنډرډونو ته لومړیتوب ورکول
• د تخنیکي کمېټې د کاري پلان جوړول
• تر پلان لاندې سټنډرډونو د مسودې د تدوین لپاره د موادو د راټولولو او اقتباس په موخه د اړتیا وړ سرچینو ټاکل
• تر پلان لاندې سټنډرډونو پر مسوده بحث او نظر
• تر پلان لاندې سټنډرډونو د مسودې نهايي کول
• پر ملي سټنډرډونو یو ځل بیا نظر اچول




t