ګالیله

ګالیله

شفیق امیرزی

 پوره نوم یې ګالیلیو ګالیله ( Galileo Galilei ) دی، چې د ۱۵۶۴ز کال د فبروري په ۱۵مه د جمعې په ورځ د اېټالیا د پیزا ښار اړوند د توسکاني په سیمه کې دې نړۍ ته راغلی دی.

مور یې جولیا ګالیلي او پلار یې وینچنزو ګالیله (Vincenzo Galilei) نومېد، چې یو مشهور موسیقي پوه و او خپل زوی ته یې هم موسیقي ور زده کړې وه. ګالیله د دې کورنۍ وروستی زوی و او پنځه خویندې او وروڼه یې هم لرل .

ګالیله تر یوولس کلنۍ پورې په کور کې د خپل پلار تر نظر لاندې ژوند وکړ. پلار یې هغه ته یو خصوصي ښوونکی نیولی و. ګالیله ډېر پوه، هوښیار او ځیرک ماشوم و، له درس وروسته به د څېړنې او پلټنې په موخه په ښار کې شاوخوا ګرځېده.

 په ۱۵۷۵ز کال د ګالیله کورنۍ د فرانسې ستر ښار فلورانس ته لاړه، چې د پاریس په ختیځ کې پروت ښار دی. هغه مهال د فلورانس ښار د زده کړې او روڼ اندۍ تر ټولو مهم مرکز ګڼل کېده، له دې وروسته یې پلار هغه د والومبروسا ښار ته نږدې یوې مذهبي مدرسې ته ولېږه. په لومړیو کې ګالیله غوښتل چې کشیش شي، خو په ۱۵۸۱ز کال چې اوولس کلن و، د ده د خوښې پر خلاف او د پلار په پرله پسې غوښتنه یې د پیزا پوهنتون د طب په برخه کې زده کړې پیل کړې.

طب یې زده نه کړ، خو پر ځای یې د ریاضیاتو مطالعه پیل کړه، هغې ته لېوال شو او په دوامداره توګه به د پیاوړي ریاضي پوه اسټیلوریچي صنفونو ته ورتلو او د خپلې محصلۍ په دوران کې یې د ارسطو نظریې رد او وې ویل : «ارسطو یوازې خپل افکار بیان کړي او له علمي تجربو څخه یې ګټه نه ده اخیستې. له همدې امله یې ځانته ډېر دښمنان پیدا کړل» . ګالیله په ۱۵۸۳ ز کال کې پر رسۍ باندې خپلې څېړنې تر سره کړې. د کلیسا په مذهبي مراسمو کې یې پر یوه څلوېښت څراغه قندیل (چهل چراغ) سترګې ولګېدې، چې په سر پورې یې ځوړند او ښورېده. یاد څراغ د ده پام ځانته ور واړاوه.

هغه د ارزونې پر مهال په دې اړه له ځان سره فکر وکړ او وې ویل: «که هرڅومره د هر خوځښت(حرکت) لمنه را لنډېږي، خو بیا هم د خوځښت وخت ثابت پاتې کېږي». کېدای شي ډېری کسانو په دې کتنه کې داسې خاص څه نه وای پیدا کړي، خو ګالیله له ځیرک، څېړونکي او هوښیار روح څخه برخمن و. نوموړي له هغې شېبې څخه خپل علمي ازمېښتونه پیل کړل، په دې ترتیب چې د رسۍ په دواړو خواوو کې یې وزنونه وتړل او له یوه لوړ ځای څخه یې را ځوړند، یوې او بلې خواته یې حرکت ورکړ.

په هغه وخت کې د اوس په څېر دقیق ساعتونه نه وو چې عقربې یې ثانیې او دقیقې وشمېرې، نو له همدې امله ګالیله د ځوړندو خوځېدونکو وزنونو د وخت د اندازه ګیرۍ لپاره د خپل نبض له وهلو ګټه اخیسته.

هغه دې پایلې ته ورسېد چې د پیزا په لویه کلیسا کې یې ارزونې او کتنې سمې دي. که څه هم هر ځل د خوځښت لمنه را لنډېږي، خو هر خوځښت د تېرو خوځښتونو په څېر، ورته وخت په بر کې نیسي او په دې ترتیب ګالیله د رسۍ قانون کشف کړ. نن ورځ د ګالیله د رسۍ له قانونه په بېلابېلو چارو کې ګټه اخیستل کېږي.

د بېلګې په توګه، د ستورو حرکتونو د اندازه ګیرۍ لپاره له دې قانون څخه کار اخیستل کېږي. د رسۍ په اړه د هغه ازمېښتونه د نوي ډینامیک فزیک پیل و، هغه غبرګون چې د حرکت قوانین او هغه ځواکونه چې د حرکت سبب ګرځي، ټول رانغاړي. ګالیله په ۱۵۸۵ز کال چې عمر یې ۲۱ کاله و، پرته له دې چې د پوهنتون سند تر لاسه کړي؛ پوهنتون یې پرېښود.

په ۱۵۸۶ز کال کې یې د (تعادل) په نامه یو کتاب ولیکه، چې د نړیوالو پوهانو د پام وړ وګرځېد او نوموړی یې د یوه ریاضي پوه په توګه مشهور کړ.

 په ۱۵۸۹ ز کال کې چې ۲۵ کلن و، د خپلو بانفوذه دوستانو په مرسته یې د پیزا په پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. هغه مهال ریاضیاتو ته چا ارزښت نه ورکاوه او د علم تر ټولو په ټیټه کچه کې واقع وو. حقوق او طب په علمي لحاظ په ډېره لوړه سطحه کې واقع او د ریاضیاتو په پرتله یې دوولس برابره زیات ارزښت درلود. دغه راز هغه خپل د ارسطو ضد افکار وساتل، مګر دا ځل دې افکارو ورته سر خوږی جوړ کړ. په ۱۵۹۱ ز کال کې یې خپل دویم ستر علمي کشف وکړ. د ګالیله په دوران کې ډېری علوم د ستر یوناني فیلسوف ارسطو، چې له میلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه، د فرضیو پر بنسټ بنا شوي وو.

 د ګالیله د زده کړو پر مهال په ټولو علومو کې د سرچینې په توګه د ارسطو اغېز تر سترګو کېده؛ هر چا چې د ارسطو له قوانینو پر یوه قانون شک کاوه، نو بشپړ او پوه انسان نه بلل کېده. د ارسطو له قوانینو یو قانون، چې بیان شوی و، داسې و چې هغه پکې ادعا کړې وه، چې درانه اجسام د سبکو په پرتله ژر او په چټک ډول را غورځېږي. ګالیله ادعا کوله چې دا قاعده سمه نه ده.

ویل کېږي چې ګالیله د دې تېروتنې د اثبات لپاره د پیزا پوهنتون استادان را وبلل، څو له هغه سره د پیزا برج لوړ پوړ ته وخېژي. ګالیله دوه توپونه چې د یوه وزن یې پنځه کیلو او د بل یې نیمه کیلو و، له ځان سره واخیستل او دواړه یې د پیزا برج له لوړې برخې په یوه وخت ښکته را وغورځول؛ ټولو حاضرینو په دې صحنه کې وکتل، چې دواړه توپونه په یوه وخت ځمکې ته را ورسېدل.

 ګالیله پر زده کړو بوخت و، ناڅاپه داسې آوازه خپره شوه چې په سویس کې د عدسیو له ترکیب څخه داسې یوه آله جوړه شوې، چې په مرسته یې د ډېرې لرې سیمې شیان هم لیدل کېږي. له دې موضوع بشپړ معلومات په لاس کې نشته، خو دا ډېره مشهوره خبره ده، چې د زاخاري یانسن په نامه یو کس، چې په مدلبورک کې یې عینکې جوړولې، لومړنی دوربین یې د ۱۵۹۰ او ۱۶۰۶ ز کلونو په منځ کې جوړ کړی و، مګر د هانس یپرشي په نامه بل عینکې جوړونکی په ډېرې چالاکۍ د زاخاري یانسن اختراع ترې غلا کوي او په ۱۶۰۸ ز کال کې یې امتیاز په خپل نامه ثبتوي. ګالیله هم د ورته دوربین پر جوړولو بریالی شو . ګالیله د خپل تلسکوپ په مرسته داسې منظرې ولیدلې، چې تر هغه وخته هېچا نه وې لیدلې. ګالیله د ارسطو د نظریې پر خلاف، چې ویل یې سپوږمۍ پاکه او هواره ده، دا ثابته کړه چې سپوږمۍ د غرونو، لوړو ژورو او درو لرونکې ده، چې د لمر رڼا یې لاپسې ښایسته کوي.

پر دې سربېره یې دا هم وکتل چې د مشتري سیارې شاوخوا څلور کوچنۍ سپوږمۍ په حرکت کې دي او بالاخره یې د لمر پر مخ باندې تور ټکي په خپلو سترګو ولیدل. ګالیله د دې هرڅه پایلې په ۱۶۱۰ ز کال (د ستورو پیغام راوړونکي) په نوم کتاب کې خپرې کړې، چې نه یوازې د خلکو له هرکلي سره مخ نه شوې، بلکې خلکو پر ده باندې سختې او توندې نیوکې وکړې او له ده څخه یې پوښتنې کولې، چې ولې د ستورو شمېر اووه نه ګڼي؛ په داسې حال کې چې د فلزاتو شمېر اووه دی او د معبد شمعدانونه هم اووه ښاخونه لري. ګالیله د دې ټولو پوښتنو په ځواب کې یوازې دومره ویل چې په خپلو سترګو یې په دوربین کې وګورئ، څو مو شک له منځه لاړ شي او پر خبرو یې یقین وکړی.

له دې وروسته ګالیله فلورانس ته لاړ، څو د ګرانددوک په پوهنتون کې استادي وکړي . ګالیله د علمي تګلارې او ارزونې په برخه کې ډېر مهم رول درلود. د ګالیله په باور، د شپاړسمې پېړۍ په پیل کې د رنسانس تر ټولو پیاوړی پوه د علم پېژندنې له وسایلو پرته نه شي کولای، چې علم تر لاسه کړي.

همدا راز هغه پر دې باور و، چې د علم پېژندنې لپاره باید د ګومان کولو پر ځای هرڅه اندازه او و ارزوو. هغه څه چې نه اندازه کېږي، باید هڅه وکړو چې د اندازه کولو وړ یې وګرځوو. هغه دغه راز زیاته کړه : (د طبیعت قانون یوازې په مادي ژبه لیکل شوی دی ). علمي تګلاره د یوې نوې او تازه نړۍ د کشف په لوري د بشر یو ستر او بنسټیز ګام و او د علمي او فني انقلاب او اختراعاتو لپاره یې یوه نوې لاره پرانیسته.

 په ۱۶۱۰ ز کال کې د ګالیله علمي څېړنې خپرې شوې، په دې څېړنو کې د کوپرنیک هغه نظر تایید شوی، چې هغه ویلي وو، ځمکه د لمر شاوخوا ګرځي، دا خبره د دې لامل شوه، چې نوموړی د کلیسا له خوا پوښتنو ګرویږنو ته راوبلل شي.

دا نظریه د هغه وخت له مقدس کتاب سره په ټکر کې وه او له بلې خوا د ارسطو له نظریاتو سره، چې کلیسا یې حامي وه، همغږي نه لرله، نو له دې امله نوموړی اړ شو چې لاندې توبه لیک، لاسلیک کړي : «د خپل ژوند په اویا کلنۍ کې ستاسو پر وړاندې پر ګونډو شوم او په داسې حال کې چې مقدس کتاب زما پر وړاندې اېښی دی او پر هغه کتاب باندې لاس ږدم او توبه کوم او د ځمکې د حرکت له حقیقته لرې او تشې ادعا څخه انکار کوم او دا ادعا ناسمه ګڼم» . ګالیله په فزیک، نجوم، ریاضیاتو او فلسفه کې عالم سړی و. هغه د علمي تحولاتو یا د داسې مهال عالم و، چې اروپايي انسان ورو ورو له تیارو رڼا ته مخه کړې وه.

له ده سره ډېرو عالمانو ډېر نظریات نه منل، ځکه اروپا نوی نوی رنسانس ته ګام اېښود او ترخې تجربې یې هېرولې. ګالیله له دې امله ډېر مشهور شو چې د کوپرنیک نظریه يي تایید کړه.

کوپرنیک تر ده لږ وړاندې ویلي وو، چې لمر تر ځمکه نه؛ بلکې ځمکه تر لمر راګرځي. ګالیله هم همدا نظر تایید کړ. دا مسئله د عیسویانو د کلونو له باور او عقیدې سره په ټکر کې وه، ځکه دوی د خپلو مقدسو کتابونو په اساس باوري وو، چې لمر تر ځمکه راګرځي، نو دې مسئلې د کلیسا غبرګون را وپاراوه.

که ده توبه نه وی کړې، نو کلیسا داسې پرېکړه کوله چې دی باید ژوندی په اور وسېځي. د ګالیله بل ستر کار دا و، چې تلسکوب یې اختراع کړ او د ستورو په اړه یې څېړنې پیل کړې. دی بریالی شو چې د سپوږمۍ د سطحې جزیات مطالعه کړي او له خلکو سره یې شریک کړي.

ده په هغه وخت کې دا فکر کاوه، چې د جسم د حرکت لپاره یوې قوې ته اړتیا ده، خو وروسته یې د دغې نظریې د رد لپاره په تجربو لاس پورې کړ، چې بیا دا مسئله د نیوټن لومړی قانون شو.

 ګالیله په ۱۶۳۷ ز کال کې د سترګو له کمزورۍ سره مخ شو او ورو ورو یې د لیدلو ځواک کمزوری او پر خپل ځای یې نور کسان وګومارل، څو د پېښو په اړه خپلې څېړنې تر سره کړي. ګالیله ورو ورو کمزوری کېده، تر دې چې د ۱۶۴۲ ز کال د جنوري په اتمه نېټه داسې مهال چې ویده و، له دې نړۍ سره یې د تل لپاره مخه ښه وکړه او په ابدي خوب ویده شو.




t