بالیووډ سېنما کي د اجی دیوګن ۳۰ کاله او ۱۰۰ فلمونه!

بالیووډ سېنما کي د اجی دیوګن ۳۰ کاله او ۱۰۰ فلمونه!

په هندي سېنما بالیووډ کي د یادي سېنما د نوموتی فلمي ستوری اجی دیوګن د اداکاری ۳۰ کاله پوره سول. نوموړی په لومړی ځل په ۱۹۹۱ م کال کي د (پهول اور کانتی فلم) کي راښکاره سو او له هغه نیټې بیا تر نن ورځي پوري په بالیووډ سېنما کي د وتلی او تجربه کاره فلمي ستوری اجی دیوګن ۳۰ کاله پوره سول.

د یاد نوموتی ستوری لپاره دوه خوشحالي په یوه ورځ په نصیب سوي. لومړی دا چي د هغه ۳۰ کاله بالیووډ سېنما کي پوره سول او هم يې په دومره موده کي د خپلو فلمونو شمېر ۱۰۰ ته ورساوه. د یاد مشهور اکټر ۱۰۰ م فلم (تنهاجي) دي، چي اوس مهال پري کار روان دی او د راتلونکی ۲۰۲۰ م کال د جنوری میاشتې په لسمه نیټه د کار پای ته رسیدو سره به سم پرسېنماګانو نندارې ته وړاندې سي.

د تنهاجي فلم پوسټر جوړونکی د اجی دیوګن تصوير او د هغه ۹۹ بالیووډ فلمونه په يوه پوسټرکي ځای پر ځاي کړي او پدې پوسټر کې اجی دیوګن په یوغصه ناک انداز کي لیدل کیږي. د بالیووډ ځينو فلمي ستورو لکه شاه روخ خان، رېتيش دشموک، ارشاد وارثي او د بالیووډ نوموتي ستورې او د اجی دیوګن میرمنې کاجل هم نوموړی ته په بالیووډ سېنما کي د دیرش کلن سفر مبارکیاني ورکړي دي او نوموړی ته يې په راتلوونکي کي يې ورته د بریا غوښتنه کړې ده.

د بالیووډ ستورې اود نوموړی میرمن کاجل لیکلي دي: (۱۰۰ فلمونه او دیرش کاله!. له (پهول اور کانتی) فلم نیولې تر ګول مال او شېوي فلمونو پورې او بالاخره تر تنهاجي!، په ویاړ سره درته د ۱۰۰ فلمونو د کلیزې مبارکي وړاندې کوم.)

د نوموړی ستوری د میرمنې کاجل تر څنګ د بالیووډ نورو ستورو لکه شاه روخ او رېتش دشموک هم ورته مبارکیاني ویلي دي.

همداراز د بالیوود نوموتی ستوری شاه روخ خان لیکلي: ( زما ملګري اجی دیګن ته د نورو۱۰۰ فلمونو پوره کولوغوښتوونکی یم او په نورو کارنامو کي درته ښه بحت غواړم.)

 

بل طرف ته د بالیووډ ستوری رېتش دشموک لیکلي: (دیرش کاله او ۱۰۰ فلمونه….  د وجود او باډې وارک په زړه پورې کار، په دې هيله چي د تل لپاره موږ خوښ او خوشحاله وساتې.)

پاته دي نه وي، چي د بالیووډ د نوموتی فلمي ستوری اجی دیوګن ۱۰۰م فلم (تنهاجي) چي د بالیووډ د نوموتي ډایریکټر اوم رات له لوري رهبري کیږي. د یاد ستوری تر څنګ په کي بهوشان کماراو کریشمان کمار هم رول لوبوي.



بالیووډ فلمي نړۍ
t