ننګرهار: یو شمېر فرهنګیانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

ننګرهار: یو شمېر فرهنګیانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له خوا د لړم په شلمه یو شمېر مخکښو رسامانو او خطاطانو ته له دې ریاست سره دښې همکارۍ په پار ستاینلیکونه ورکړل شول
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس رحیم الله خوږياڼي له ټولو هغو فرهنګیانو، خطاطانو او رسامانو مننه وکړه، چې د درېیو زونونو د والیانو په ګډون د غوره طرحو وړاندې کولو په کنفرانس کې یې خپل فرهنګي مسوولیت په ښه توګه تر سره کړې و
دغه شمېر ستاینلیکونه د رسامانو د اتحادیې مشر ښاغلي استاد شېررحمان، ښاغلي استاد ایوبي، استاد پرواز، استاد ثاقب او د اطلاعاتو امر شېرشاه همدرد، د فرهنګ امر سیدامرالله امېد او د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح ته ورکړل شول، چې په مننې او کور ودانۍ سره ومنل شول.




t